چيف جسټس آف پاکستان جسټس يحييٰ افريدي په مشرۍ كښې په عدالتي څانګه كښې د اصلاحات ودې او اداره جارتي روابط د جاج اغستو غونډه

اسلام آباد۔1اګست (اے پي پي) چيف جسټس آف پاکستان جسټس يحييٰ افريدي په مشرۍ كښې په عدالتي څانګه كښې د اصلاحات د تسلسل ودې او اداره جارتي روابط لپاره په پېښور كښې د لوړي كچې د جاج اغستو غونډه شوې چې مقصد ئې بار ايسوسي ايشنز او لاء اينډ جسټس کميشن آف پاکستان ترمېنځه د اداره جاتي روابطو جاج اخستل او د دې لا ښه كول وو۔ په غونډه كښې …

اسلام آباد۔1اګست (اے پي پي) چيف جسټس آف پاکستان جسټس يحييٰ افريدي په مشرۍ كښې په عدالتي څانګه كښې د اصلاحات د تسلسل ودې او اداره جارتي روابط لپاره په پېښور كښې د لوړي كچې د جاج اغستو غونډه شوې چې مقصد ئې بار ايسوسي ايشنز او لاء اينډ جسټس کميشن آف پاکستان ترمېنځه د اداره جاتي روابطو جاج اخستل او د دې لا ښه كول وو۔ په غونډه كښې د پېښور هائي كورټ چيف جسټس جسټس اېس اېم عتيق شاه، د پاکستان بار کونسل نائب چيئرمېن طاهر وړائچ، د خېبر پښتونخوا بار کونسل نائب چيئرمېن احمد فاروق خټك، د سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن نائب چيئرمېن فدا بهادر، د خېبر پښتونخوا بار کونسل د ايګزيکټو کميټۍ چيئرمېن اکبر خان کوهستاني، د سپريم کورټ آف پاکستان رجسټرار، د پېښور هائي کورټ رجسټرار، د لاء اينډ جسټس کميشن آف پاکستان سيکرټري ، د خېبر پښتونخوا حکومت د خزانې سيکرټريز د قانون او پارلماني چارو او د منصوبه بندۍ او پرمختګ سيکرټري، د خېبر پښتونخوا جوډيشل اکيډمي ډائريکټر جنرل، د پېښور هائي کورټ د پلاننګ ډائريکټر او د قانون او انصاف وفاقي وزارت چارواكو ګډون وكړو۔ د غونډې مقصد انصاف وركولو كښې بهتري او د قانوني ورورولۍ د قانون سازۍ او په پاليسۍ سازۍ كښې جامع نمائندګي باوري كول دي۔

مزید خبریں