د سمندري چارو وفاقي وزير محمد انوار چوهدري د پاكستان وړومبي فيري سروس تندۍ سره پیل كولو او د لائسنس طريقه كار كښې د سمدستي اصلاحات هدايت

اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي)د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري د پاكستان وړومبي فيري سروس په تندۍ سره پېل كولو او د لائسنس طريقه كار كښې سمدستي د اصلاحات او آپريټرز لپاره د مالياتي آسانۍ په وركولو زور راوړے دغسې چې ارزان سمندري سفر باوري كړی شي او د زائرين مرسته وكړی شي او سمندري رابطو ته وده وركړې شي۔د سمندري چارو وفاقي وزير د …

اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي)د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري د پاكستان وړومبي فيري سروس په تندۍ سره پېل كولو او د لائسنس طريقه كار كښې سمدستي د اصلاحات او آپريټرز لپاره د مالياتي آسانۍ په وركولو زور راوړے دغسې چې ارزان سمندري سفر باوري كړی شي او د زائرين مرسته وكړی شي او سمندري رابطو ته وده وركړې شي۔د سمندري چارو وفاقي وزير د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ اسلام آباد كښې په خپل دفتر كښې د شپنګ اينډ پورټس ډائرېكټر جنرل عاليه شاهد لخوا يو تفصيلي پريذنټيشن وركولو په موقع كړې۔ د بيورو كريټك خنډان لرې كولو لپاره وفاقي وزير هدايت وكړو چې فيري لائسنسنګ عمل په بشپړه توګه ډيجيټلائز كړئ او د موجوده جهاز رجسټرېشن په څير پاكستان سنګل ونډو پليټ فارم كښې ضم كړے شي۔ده په خاص توګه د لائسنس جاري كولو موجوده موده د 6 مياشتو نه يوه مياشت كولو حكم وركړو ۔ده ووئيل يو نيم كال ځنډ كوم جواز نه لري٬مونږ له سرخ فيته ختمول پكار دي او پرېكنده كار كول پكار دي۔وفاقي وزير په خاص توګه مذهبي مسافرو لپاره د فيري سروسز پراختيا او به افاديت زور راوړو٬هر كال 70 زره څخه 1 لك پاكستاني زائرين د ايران او عراق سفر كوي۔

مزید خبریں