پاكستان هندو كونسل د آزادۍ ورځ “معركه حق” ته د منسوب كولو اعلان٬ په 14 اګست به په هر مندر هر درهرم قامي بېرغ هسك كولې شي٬ ډاكټر مېش كمار وانكواني

اسلام آباد۔1 اګست(اے پي پي) پاكستان هندو كونسل 78 مه كلنه د آزادۍ ورځ سږ كال معركه حق ته د منسوبولو اعلان سره په ګرد هېواد كښې په قامي مينه او ولوله د نمانځلو اعلان كړے دے۔ په دې حقله د پاكستان هندو كونسل مشر او د قامي اسمبلۍ غړي ډاكټر رمېش كمار وانكواني په سېكرټريت كښې د غونډې نه پس خبر وركړو چې په ټول هېواد كښې هر په …

اسلام آباد۔1 اګست(اے پي پي) پاكستان هندو كونسل 78 مه كلنه د آزادۍ ورځ سږ كال معركه حق ته د منسوبولو اعلان سره په ګرد هېواد كښې په قامي مينه او ولوله د نمانځلو اعلان كړے دے۔ په دې حقله د پاكستان هندو كونسل مشر او د قامي اسمبلۍ غړي ډاكټر رمېش كمار وانكواني په سېكرټريت كښې د غونډې نه پس خبر وركړو چې په ټول هېواد كښې هر په وطن مئين اقليتي وګرے به خپلو مېړڼو او سر شېندونكو پوځيانو او محافظانو ته پېرزوئنې وړاندې كوي۔ چا چې د ګران هېواد د آزادۍ تحفظ له ځانګرې قربانۍ وركړې دي۔ هغه ووئېل د آزادۍ ورځ يوازې د پاكستان د تاريخي كاميابۍ ورځ نه ده بلكې دا ورځ مونږ ته پرله پسې ياډ ګېرنه كوي چې د آزادۍ ساتنه د هر پاكستاني وګړي قامي فريضه ده ۔ ده ووئېل دآزدۍ د وړومبۍ ورځې نه واخلې تر ننه پورې د سېكيورټي چېلنجز مقابله كولو لپاره وسله وال ځواكونه او امنيتي ادارو عمر له په زړه پورې كردار ادا كړے دے۔ ده ووئېل نن كه مونږ په سكون خوب كوو نو د دې وجه زمونږ په پولو د خيرنو سترګو كتكونكو ته د وسله والو ځواكونو سبق ښودلو لپاره چمتو ولاړ پاتې كېدل دي۔

مزید خبریں