د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير خالد حسين مګسي ملاقات

اسلام آباد 01 اګست (اےپي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير خالد حسين مګسي ملاقات كړے ٬ په دې مهال په سياسي صورتحال٬پرمختيائي پروژو او امن او امان په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔د سائنس او ټېكنالوجۍ وزارت لخوا د جمعې په ورځ جاري بيان له مخې په اسلام آباد كښې د ملاقات په مهال د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئېل په …

اسلام آباد 01 اګست (اےپي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير خالد حسين مګسي ملاقات كړے ٬ په دې مهال په سياسي صورتحال٬پرمختيائي پروژو او امن او امان په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔د سائنس او ټېكنالوجۍ وزارت لخوا د جمعې په ورځ جاري بيان له مخې په اسلام آباد كښې د ملاقات په مهال د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئېل په خېبرپښتونخوا كښې پرمختګ او امنيت لپاره اقدامات ته ضرورت دے۔وفاقي وزير ووئيل په هېواد كښې استحكام لپاره اجتماعي هڅې ضروري دي٬د سياسي استحكام نه بغېر معاشي پرمختګ ترلاسه كول ممكن نه دي۔خالد حسين مګسي ووئيل په بلوچستان كښې د امن امان اقدامات روان دي٬بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې د پرمختګ نه بغېر د محرومۍ احساس ختمول مشكل دي٬ ده ووئېل د بلوچستان او خېبرپښتونخوا اولس د محرومۍ لرې كولو لپاره سمدستي او موثر پرمختيائي كارونه ضروري دي۔

مزید خبریں