اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزېب خان كھچي د لوك ورثه پاكستان په نيشنل ميوزيم آف ايتھنالوجي كښې "ميو كميونټۍ" لپاره د نوي كلتوري ډائيوراما پرانسته وكړه٬ د دې نمائشي ډسپلے مقصد د ميو ورورولۍ تاريخ، كلتور او په دود دستور رڼا اچول دي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د ميو برادري د پاكستان د كلتوري …
وفاقي وزير اورنګزيب كھچي په لوك ورثه كښې د ميو كميونټۍ د كلتوري ډائيوراما پرانسته وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزېب خان كھچي د لوك ورثه پاكستان په نيشنل ميوزيم آف ايتھنالوجي كښې “ميو كميونټۍ” لپاره د نوي كلتوري ډائيوراما پرانسته وكړه٬ د دې نمائشي ډسپلے مقصد د ميو ورورولۍ تاريخ، كلتور او په دود دستور رڼا اچول دي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د ميو برادري د پاكستان د كلتوري منظرنامې مهمه او فعاله برخه ده٬ د دوي دود دستور٬ كلتوري خدمات او تاريخي اهميت نه خوند اغستل زمونږ قامي ذمه واري ده۔ وفاقي وزير د لوك ورثه لخوا د پسماده طبقو د نمائندګۍ د خدمات ستائنه وكړه۔ په دستوره كښې پارلماني سيكريټري فرح ناز اكبر، سيكريټري اسد رحمان ګيلاني، ايګزيكټو ډائريكټر لوك ورثه ډاكټر محمد وقاص سليم او په لويه شمېره د ميو كميونټۍ غړو ګډون وكړو ۔











