د پاکستان تجارتي څانګه بدلېدونكو نړيوالو حالاتو كښې د ځاے جوړولو صلاحيت لري۔ وفاقي وزير جام کمال خان

اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئيلي دي ويليو ايډډ او غير روايتي برآمدات كښې زمونږ كاميابي د دې خبرې غمازي كوي چې د پاکستان تجارتي څانګه بدلېدونكو نړيوالو حالاتو كښې د ځاے جوړولو صلاحيت لري۔ ده دا خبره د تجارت وزارت د كال 25-2024 د پاكستان د تجارتي كاركردګۍ جاج لپاره د لوړې كچې غونډې په مهال كړې۔ د جمعې په …

اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئيلي دي ويليو ايډډ او غير روايتي برآمدات كښې زمونږ كاميابي د دې خبرې غمازي كوي چې د پاکستان تجارتي څانګه بدلېدونكو نړيوالو حالاتو كښې د ځاے جوړولو صلاحيت لري۔ ده دا خبره د تجارت وزارت د كال 25-2024 د پاكستان د تجارتي كاركردګۍ جاج لپاره د لوړې كچې غونډې په مهال كړې۔ د جمعې په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخې په غونډه كښې د وزارت لوړو پورو ګډون وكړو چې پكښې د نړيوالو تجارتي چيلنجونو او د پاكستان د برامداتي لائحې جاج او په راتلونكې تګلاره خبرې اترې وشوې۔ په نړيواله كچه د جاري تجارتي شخړو، معاشي قلارتيا، د بيعو سخت مسابقت او د جغرافيائي سياسي تاٶ تريخوالي باوجود د پاكستان برامدات د استحكام مظاهره كړې٬ په مالي كال 25-2024 كښې د هېواد برآمدات په مجموعي توګه 31.76 اربه امريكائي ډالرو ته رسېدلې كوم چې په تېر مالي كال كښې 30.76 اربه ډالره وٶ۔

مزید خبریں