اسلام آباد 01 اګست (اےپي پي)د پاكستان موثره او فعاله خارجه پالېسۍ په سبب امريكې سره د تجارتي لوظ نامې نه پس امريكائي منډيانو كښې په پاكستانو څيزنو ټيرف نور هم كم كړے شو او پاكستان ته په منطقه كښې د نورو هېوادونو په مقابله كښې زيات رعايت ترلاسه شوے دے۔په پاكستانو مصنوعات ټيرف 19 فيصد كړے شوے ۔دا پريكړه د پاكستان موثره ٬فعاله او هم آهنګ خارجه پالېسۍ نتيجه …
د پاكستان موثره او فعاله خارجه پالېسۍ په سبب امريكې په پاكستانو څيزونو ټيرف 19 فيصد كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 01 اګست (اےپي پي)د پاكستان موثره او فعاله خارجه پالېسۍ په سبب امريكې سره د تجارتي لوظ نامې نه پس امريكائي منډيانو كښې په پاكستانو څيزنو ټيرف نور هم كم كړے شو او پاكستان ته په منطقه كښې د نورو هېوادونو په مقابله كښې زيات رعايت ترلاسه شوے دے۔په پاكستانو مصنوعات ټيرف 19 فيصد كړے شوے ۔دا پريكړه د پاكستان موثره ٬فعاله او هم آهنګ خارجه پالېسۍ نتيجه ده٬ كومه چې په دې وروستيو مياشتو كښې د اعلٰی كچې سفارتي روابط او اقتصادي خبرو د لارې تقويت مومي ۔د امريكې لخوا جاري فهرست له مخې په هند 25 فيصد٬بنګله دېش٬سري لنكا٬ويتنام٬تائيوان 20 فيصد٬پاكستان باندې يوازې 19 فيصد ټيرف عائد كړے شو۔دا رعايت د دې خبرې ښكاره ثبوت دے چې پاكستان د سوئيلي آسيا په لويو هېوادونو كښې تر ټولو زيات ترجيح يافته تجارتي پوزېشن ترلاسه كړے۔دا پېشرفت د دې مهمو سفارتي اقدامات مېوه ده چې پكښې د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل جنرل سيد عاصم منير د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ سره ملاقاتونه٬ د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د امريكې خارجه وزير ماركو روبيو ترمينځه موثره رابطه ٬ د نائب وزيراعظم اسحاق ډار او د خزانې وزير محمد اورنګزيب د امريكائي چارواكو سره كامياب اعلٰی كچ ملاقاتونه شامل دي۔د خزانې وزارت دا پريكړه د پاكستان لپاره يو تجارتي موقع ګرځولې ده٬كومه به چې نه يوازې په برآمدات كښې اضافه وكړي بلكې د امريكې ماركيټ كښې به د پاكستانو مصنوعات موجودګۍ ته لا پراختيا وركړي۔پاكستان د سوئېلي آسيا په درېو لويو هېوادونو كښې تر ټولو زيات رعايت ترلاسه كړے۔دا پېشرفت نه يوازې د دوه اړخيزه تجارتي اړيكو ښه عكاس دے بلكې د پاكستان خارجه او تجارتي پالېسۍ كاميابي هم ده۔په نړيواله كچه نورو هېوادونو باندې د لګولې شوي ټيرف شرح په سوئېلي افريقه 30 فيصد٬ سوئټزرلینډ باندې 39 فیصد،ترکیه او اسرائیل 15 فیصد،کینیډا: 35 فیصد (وړومبې 25 فیصد)،برطانیه، برازیل، فاکلینډ آئی لینډز: 10 فیصد،میانمار، لائوس: 40 فیصد،سوريه 41 فیصد (تر ټولو زيات)دے۔د پاكستان غوندې په نورو هېوادونو 19 فيصد ټريف لګولے شوے دے٬ په دې كښې انډونیشیا، ملائیشیا، فلپائن، تھائی لینډ او کمبوډیا شامل دي ۔ د تجزيه كارو وينا ده د امريكې لخوا د هند په مقابل كښې پاكستان ته ټيرف وركول د پاكستان موثر او فعاله خارجه پالېسۍ نشاندهي كوي۔دا پريكړه د هغه ګڼ شمېر اعلٰی كچ روابط نتيجه ده۔د خزانې وزارت د دې پريكړې هركلے كوي او ګڼي چې دا اقدام به د پاكستان برآمدات ته وده وركړي۔ پاكستان به د صدر ټرمپ او د امريكې انتظاميې سره اقتصادي پرمختګ او شريكې خوشحالۍ شريك اهداف ترلاسه كولو لپاره نزدې روابط ساتي۔د خزانې وزارت د امريكې چارواكو تعميري شراكت ستائېلے۔د خزانې وزارت برآمد كوونكو او تجارتي ادارو ته خواست كوي چې هغوي د دې موقعې څخه بشپړه ګټه پورته كړي او د نړيوال معيار مصنوعات او د ماركيټنګ حكمت عملۍ د لارې د امريكې ماركيټ كښې د پاكستان برخه لا مستحكمه كړي۔











