اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په بلوچستان كښې د امن و امان صورتحال لا ښه كولو امر سره وئيلي دي د بلوچستان د اولس د ژوند معيار ښه كولو لپاره دې موثره اقدامات وكړې شي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت سره د بلوچستان وزير اعليٰ مير سرفراز بګټي په بلاول هاٶس كراچۍ كښې ليدلي دي …
صدر مملکت آصف علي زرداري سره مير سرفراز بګټي وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په بلوچستان كښې د امن و امان صورتحال لا ښه كولو امر سره وئيلي دي د بلوچستان د اولس د ژوند معيار ښه كولو لپاره دې موثره اقدامات وكړې شي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت سره د بلوچستان وزير اعليٰ مير سرفراز بګټي په بلاول هاٶس كراچۍ كښې ليدلي دي ۔ په دې موقع د بلوچستان پرمختګ او په مجموعي سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د ملاقات په مهال وزيراعليٰ سرفراز بګټي صدر مملکت آصف علي زرداري ته په صوبه كښې د امن و امان او د پرمختيائي منصوبو په اړه بريفنګ وركړو۔ صدرمملکت په بلوچستان كښې د امن وضعه لا ښه كولو امر سره ووئيل د اولسي خېرښګړې٬ بنيادوي سهولتونو او د پرمختيائي منصوبو په وخت ترسره كېدل دې باوري كړے شي۔ ده ووئيل د بلوچستان اولس د ژوند معيار ښه كولو لپاره دې موثر اقدامات وكړے شي۔











