د وزيراعظم شهباز شريف په بلنه د ايران صدر ډاکټر مسعود پيزشکيان به د اګست په دوېمه نيټه پاكستان ته راځي

اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په بلنه د اسلامي جمهوريه ايران صدر ډاکټر مسعود پيزشکيان به د اګست په دوېمه نيټه د پاكستان دوه ورځنۍ سركاري دوره كوي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې ډاکټر مسعود پيزشکيان سره به د لوړې كچې پلاوي هم وي چې پكښې د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي، سينئر وزيران او نور لوړ پوري شامل وي۔ د خپلې دورې …

اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په بلنه د اسلامي جمهوريه ايران صدر ډاکټر مسعود پيزشکيان به د اګست په دوېمه نيټه د پاكستان دوه ورځنۍ سركاري دوره كوي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې ډاکټر مسعود پيزشکيان سره به د لوړې كچې پلاوي هم وي چې پكښې د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي، سينئر وزيران او نور لوړ پوري شامل وي۔ د خپلې دورې په مهال به د ايران صدر مسعود پيز شکيان د پاكستان خپل همڅنګ آصف علي زرداري سره د ملاقات نه علاوه وزيراعظم شهباز شريف سره د پلاويو په كچه د خيالاتو څرګندونه هم كوي۔ د يادونې وړ ده د ايران صدر په حېث د ډاکټر مسعود پيزشکيان دا د پاكستان وړومبنۍ سركاري دوره ده۔ وزيراعظم شهباز شريف په آخري ځل د مئي په 26مه نيټه كال 2025 كښې د ايران دوره كړې وه۔ د ايران صدر د پاكستان دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولۍ اړيكې لا قوي او مستحكمې شي۔

مزید خبریں