اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ د 9 مئي په مقدمو كښې د پرېكړې هركلي كولو سره وئيلي دي نن په هېواد كښې د قانون او انصاف نظام وګټله٬ بيا لپاره به څوك هم د 9 مي په څېر د ناوړه سازش جرات ونه كړے شي۔ د زيارت په ورځ د ترهګرۍ مخنيوي عدالت په پرېكړه خپلو خاص خبرو كښې وفاقي …
د 9 مئي د پرېكړې هركلے كوٶ٬ نن په هېواد كښې د قانون او انصاف نظام وګټله٬ بيا لپاره به څوك هم د 9 مي په څېر د ناوړه سازش جرات ونه كړے شي۔ وفاقي وزير عطاء تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ د 9 مئي په مقدمو كښې د پرېكړې هركلي كولو سره وئيلي دي نن په هېواد كښې د قانون او انصاف نظام وګټله٬ بيا لپاره به څوك هم د 9 مي په څېر د ناوړه سازش جرات ونه كړے شي۔ د زيارت په ورځ د ترهګرۍ مخنيوي عدالت په پرېكړه خپلو خاص خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل نن په هېواد كښې د قانون د واكمنۍ او په قانوني دفعات د عملدرآمد كولو د بريا ورځ ده، د 9 مئي د بريدونو ناقابل ترديد شواهد موجود دي٬ په دغه ورځ برید كوٶنكو او یاغیانو دفاعي تنصيبات او د شهيدانو يادګارونه ويجاړ كړي او سركاري املاك ته ئې زيان رسولے٬ د قانون نافذ كوٶنكي افسران ئې ټپيان كړي٬ ورانے كولو سره ئې املاك ته زيان رسولے٬ د قامي يووالي علامتونو ته ئې زيان رسولے۔ ده ووئيل د 9 مئي په پېښو كښې د ككړو كسانو اوږد ټرائل شوے٬ عدالت ته ناقابل ترديد شواهد وړاندې كړې شوي او فيئر ټرائل شوے،ده ووئېل وکيلانو جرح كړې، ګواهان وړاندې شوي او ټولې قانوني تقاضې ترسره كړې شوي ۔ ده ووئيل 9 مئي د پاکستان تاريخ توره ورځ وه كله چې وسله والو ډلو په دفاعي تنصيبات، د شهدانو په يادګارونو او په راډيو پاکستان او د کور کمانډر هاٶس پشمول سركاري املاك په نخښه كړل ٬ په خېبر پښتونخوا كښې بېلا بېلې ودانۍ سوځولې شوي ۔ ده ووئيل كومو كسانو چې دا ګڼل چې ھغوي د قانون نه پرته دي ٬ د عدالت نننۍ پرېكړې د هغوي اندېښې ختمې كړې٬ هغوي ته سزا وركولو سره به بيا لپاره څوك جرات ونه كړے شي چې ھغوي د دښمن لاسونه مضبوط كړي ځكه چې كوم دفاعي تنصيبات چې هغوي په نخښه كړي٬ لوټ مار ئې كړے٬ اورونه ئې ورته كړي او چې كومه ژبه هغوي استعمال كړې ھغه ټول شواهد کيمرے محفوظ كړي٬ وفاقي وزير ووئېل د سي سي ټي وي فوټيج د لارې ھغه ټول څيزونه كتلے كېدے شي٬ د دغه كسانو پېژندګلو بېخي کليئر ده چې دا كوم خلق وو چې دفاعي تنصيبات پلو تلل او دا ناوړه جرم ئې كړے۔ ده ووئيل دا خبره بېخي ښكار ده چې د دې پېښو ماسټر مائنډ هم د دې ګوند باني دے څوك چې دا مهال په زندان كښې دے چا چې د زوم ميټنګ د لارې دا بريدونه منظم كړي وو ٬ په دې كښې ځېنې خلقو اختلاف هم كړے دے چې مونږ له دا پرېكړه كول پكار نه ٶه خو ياغيانو او بريد كوٶنكو دفاعي تنصيباتو ته زيان رسولے٬ د شهيدانو ئې عزت نه دے كړے چا چې دې هېواد لپاره خپل ځانونه قربان كړي۔ د اطلاعات وزير ووئېل هغوي په هېواد كښې په باقاعده توګه نظام ته د زيان رسولو هڅه كړې٬ هغوي د اجتماعي هلو ځلو د لارې په بېلا بېلو ښاريو كښې دا ناوړه سازش كړے ٬ په لاهور كښې جناح هاٶس كښې د پروفيشنل ډاکوانو په توګه د منصوبه بندۍ د لارې ېې لوټ مار كړے٬ دا ھغه كارونه وٶ چې دښمن هم نشو كولے٬ دغې كسانو په خپل هېواد كښې د دښمن اېجنډا مخ په وړاندې بوتللې۔ وفاقي وزير ووئيل دښمن چې كله هم د بريد خوب ليدلے٬ مونږ ورله تل بشپړ ځواب وركړے۔ وفاقي وزير ووئيل دغې شرخوښو ته د قانون او آئين له مخې سزاګانې وركړې شوي او د دې هركلے كوٶ٬ ده ووئېل نن دا واضحه پېغام وركړے شوے چې څوك هم حساس تنصيبات يا په رياستي املاك د بريد سوچ هم نشي كولې۔ ده ووئيل نننۍ ورځ پاکستان لپاره يو ښه مثال دے ٬ دا ورځ ثابتوي چې د قانون سرلوړي قائم ده او بيا لپاره به څوك هم د دښمن د سازش برخې جوړېدو جرات ونه كړي۔ ده ووئيل لكه څنګه چې پاكستان په سفارتي او د بيانيې په محاذ دښمن ته ماتې وركړې هم ھغسې په كورني محاذ ئې هم قانون او انصاف ته بريا ترلاسه شوې ده۔











