د صحت وفاقي وزير مصطفی كمال په مشرۍ كښې د نيشنل اي پي آئي غونډه ٬ د حفاظتي ټيكه جات كوريج زياتولو عزم

اسلام آباد۔31جولائی(اے پی پی) د صحت وفاقي وزير مصطفی كمال په مشرۍ كښې د نېشنل اېکسټینډډ پروګرام آف امېونائزېشن (ای پی آئی) د جاج اغستو غونډه وشوه۔ د لوړې كچې دې غونډه كښې د صحت وفاقي وزير ته په ګرد هېواد كښې د حفاظتی ټيکه جات پروګرام لاندې د روانو فعاليتونو ٬ کورېج، چېلنجونو او د سباؤن په هدفونو بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ وفاقي وزير مصطفی كمال ووئيل د ای …

اسلام آباد۔31جولائی(اے پی پی) د صحت وفاقي وزير مصطفی كمال په مشرۍ كښې د نېشنل اېکسټینډډ پروګرام آف امېونائزېشن (ای پی آئی) د جاج اغستو غونډه وشوه۔ د لوړې كچې دې غونډه كښې د صحت وفاقي وزير ته په ګرد هېواد كښې د حفاظتی ټيکه جات پروګرام لاندې د روانو فعاليتونو ٬ کورېج، چېلنجونو او د سباؤن په هدفونو بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ وفاقي وزير مصطفی كمال ووئيل د ای پی آئی كاميابۍ لپاره د وفاق او صوبو ترمينځه نزدې رابطه او همغږۍ ضروري ده٬ زمونږ هدف د فعاليتونو زياتوالے نه بلكې د رنځورانو بار كمول او يوه سمه ټولنه جوړول دي۔ ده د سروس ډيليوري او اولسي تاثر ترمينځه موجوده خلاﺀ ختمولو له وړاندېزونه وركړل او په دې خبره يۍ زور راوړو چې د پاكستان كوم هم كوچنے د حفاظتي ټيكو كورېج څخه بايد محروم پاتې نه شي۔ د صحت وزير ووئيل مونږ له به غوره تګلارې پلو تلل وي چرته چې مور پلار په خپله د حفاظتي ټيكو له اهميت څخه ځان خبر كړي ٬ پخپله د روغتيا مركزونو ته لاړ شي او په خپله كوچينانو ته وېكسين وركړي۔ وفاقي وزير ووئيل رنځ څخه بچ كول بايد زمونږ وړومبۍ ترجيح وي۔ د صحت وزير ووئيل د پاکستان هېلتھ کېئر سسټم اوس هم يو “سک کېئر” سسټم دے په كوم كښې چې له رنځ نه پس درملنو ته پام ګرځولې شي۔ مونږ له به د روغتيا وزارت په حقيقي معنو كښې هېلتھ كيئر منسټري جوړول وي چرته چې له رنځونو څخه بچ كولو ته پام لرنه وكړې شي او كوچنيان له رنځ سره مخ كېدو څخه وړاندې د رنځ نه وساتلې شي۔ په غونډه كښې په دې خبره سلا يوه شوه چې د حفاظتي ټيكو كورېج تر 95 فیصد كولو له دې ټول وسائل او اقدامات باوري كړې شي دغسې چې پاكستان يو صحت مند قام جورېدو پلو مخ په وړاندب بوتللے شي۔ په غونډه كښې د څلورو واړو صوبو٬ آزاد كشمير او ګلګت په شمول د نړيوالو ادارو یونیسف، ډبليو اېچ او ، ګاوي او د ګېټس فاؤنډېشن استازو ګډون وكړو

مزید خبریں