اسلام آباد31جولائی(اے پی پی)د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني د پاكستان او امريكې ترمينځه د زياتېدونكو دوه اړخيزه اړيكو ستائېلو سره دا يو تاريخي تجارتي لوظ نامه ګرځولې كومه به چې نه يوازې د برآمدات زياتوالي سبب شي بلكې د پاكستان حكومت يوه لويه سفارتي كاميابي هم ده۔د زيارت په ورځ يو ځايې نيوز چينل ته وركړې خاص مركه كښې وزير مملكت دا لوظ نامه د وزيراعظم محمد شهباز …
د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني په پاك امريكا تجارتي لوظ نامه خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد31جولائی(اے پی پی)د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني د پاكستان او امريكې ترمينځه د زياتېدونكو دوه اړخيزه اړيكو ستائېلو سره دا يو تاريخي تجارتي لوظ نامه ګرځولې كومه به چې نه يوازې د برآمدات زياتوالي سبب شي بلكې د پاكستان حكومت يوه لويه سفارتي كاميابي هم ده۔د زيارت په ورځ يو ځايې نيوز چينل ته وركړې خاص مركه كښې وزير مملكت دا لوظ نامه د وزيراعظم محمد شهباز شريف٬نائب وزيراعظم او د خزانې وزارت د كلونو محنت او د جذبې نتيجه وګرځوله۔ده په دې خبره زور راوړو چې دا كاميابي ترلاسه كول دومره آسانه نه وه او په دې كښې داعلٰی چارواكو ٬ مشرتابه او شريكې مرستې مركزي كردار ادا كړو ۔بلال اظهر كياني ووئېل د امريكې سرمايه كارۍ ګټې له په څو مياشتو محيط ملاقاتونو او د خبرو اترو د لارې وده وركړې شوې چې پكښې د محمد اورنګزيب هڅې ځانګړې وې چا چې د امريكې چارواكو سره ګڼ شمېر ملاقاتونه كړي۔وزير مملكت ووئيل دا سفارتي او تجارتي كاميابۍ د پاكستان خارجه پالېسۍ په اړه يو مهم سنګ بنياد دے او په قامي كچه د لويې كاميابۍ نمائندګي كوي۔











