اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) د فوډ سيكورټي اېنډ ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي په هېواد كښې په ارزانه بيعه چيني وركړه د حكومت ذمه واري ده٬ په هېواد كښې د چينو كمې نشته٬ ځېنې حقائق په سمه توګه نه وړاندې كېږي٬ په هېواد كښې د چينۍ اېكس مل بيعه 165 او ريټيل 173 روپۍ مقرر شوې ده٬ د شوګر سېكټر په ډي رېګولېټ كولو …
په هېواد كښې په ارزانه بيعه د چينو وركړه د حكومت ذمه واري ده٬ په هېواد كښې د چينو كمے نشته۔ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن

مزید خبریں
اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) د فوډ سيكورټي اېنډ ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي په هېواد كښې په ارزانه بيعه چيني وركړه د حكومت ذمه واري ده٬ په هېواد كښې د چينو كمې نشته٬ ځېنې حقائق په سمه توګه نه وړاندې كېږي٬ په هېواد كښې د چينۍ اېكس مل بيعه 165 او ريټيل 173 روپۍ مقرر شوې ده٬ د شوګر سېكټر په ډي رېګولېټ كولو وزيراعظم كمېټي جوړه كړې ده٬ ذخيره كوٶنكي به په هېڅ صورت ونه بخښو۔ دا خبرې ده د زيارت په ورځ په خبري كنفرنس كښې كړې۔ ده ووئيل د تېرو 10 كالو راهسې امپورټ اېكسپورټ كېږي٬ د چينو بحران نشته٬ په شوګر ايډوائزري بورډ كښې نور وزيران او د ټولو صوبو څخه شراكتدار هم وي٬ تېر كال 68 لكه مېټرك ټن چيني پېدا شوي ٬ زمونږ ضرورت 63 لكه ټنه دے٬ د اوپننګ سټاك سره مونږ 13 لكه سرپلس سټاك لرلٶ٬ كله چې مونږ د برامد اجازه وركړه نو د ټن په سر بيعه 750 ډالره وه٬ په دغه وخت كښې په هېواد كښې چيني په 132 روپۍ كلو خرڅېدل۔ ده ووئيل په هېواد كښې د چينو اېكس مل بيعه 165 او ريټيل 173 روپۍ مقرر شوې ده۔ ده ووئيل كه د نورو ګاٶنډيانو هېوادونو سره موازنه وكړې شي نو دا مهال په هند كښې د چينو بيعه 150 روپۍ٬ په بنګله دېش كښې 177٬ په افغانستان كښې 183٬ په ايران كښې 250 روپۍ او په پاكستان كښې 173 روپۍ كلو ده۔ ده ووئيل مونږ ته د پنځه لكه مېټرك ټنه چينو د امپورټ اجازه ده خو مونږ زيات نه زيات درې لكه ټنه چيني درامد كوٶ، د چينۍ په درآمد به زمونږ 150 ملين ډالره خرڅ كېږي٬ تر اوسه مونږ د يو لك ټن چينو درامد كولو ټېنډر جاري كړے دے۔ ده ووئيل شوګر ملز اېسوسي اېشن سره دوه دريو مياشتو لپاره اېګريمنټ شوے دے۔ ده ووئيل وزيراعظم په واضحه توګه وئيلي دي چې د شوګر مافيا به اوس بندوبست كول وي او په دې لړ كښې به هېڅ رعايت نه كېږي۔ ده ووئيل په هېواد كښې په ارزانه بيعه چيني وركول د حكومت ذمه واري ده٬ د شوګر سېكټر ډي رېګولېټ كولو وزيراعظم كمېټي جوړه كړې ده۔











