د وزيراعظم لخوا سردار اويس احمد خان لغاري ته د كاركردګۍ د ستائنې چيټۍ د انرژۍ وزارت ته تر لاسه شوه

اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم لخوا سردار اويس احمد خان لغاري ته د كاركردګۍ د ستائنې چيټۍ د انرژۍ وزارت ته تر لاسه شوې ده ۔ د توان وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير ته د توان په څانګه كښې په ځائي اصلاحاتي اقدامات او د غوره كاركردګۍ د ستائنې لپاره چيټۍ ليكلې شوې ده چې پكښې وزيراعظم د سردار اويس لغاري د …

اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم لخوا سردار اويس احمد خان لغاري ته د كاركردګۍ د ستائنې چيټۍ د انرژۍ وزارت ته تر لاسه شوې ده ۔ د توان وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير ته د توان په څانګه كښې په ځائي اصلاحاتي اقدامات او د غوره كاركردګۍ د ستائنې لپاره چيټۍ ليكلې شوې ده چې پكښې وزيراعظم د سردار اويس لغاري د مشرۍ ستائنه كولو سره وئيلي دي په سختو حالاتو كښې د توان په څانګه كښې د اصلاحاتي اېجنډې كاميابي د دوي د موثره لائحې٬ اداره جارتي مرستې او د غېر معمولي محنت څرګندونه ده۔ په خط كښې “اپنا ميټر، اپني ريډنګ” كوم چې اولس دوسته جديد اقدامات دي د ځواب وركونكې واكمنۍ مثال ګرځولے او كوم چې به د انرژۍ په څانګه كښې د اولس باور بحالولو له مرستياله ثابت شي٬ د چيټۍ په پائي كښې وزيراعظم وفاقي وزير سردار اويس لغاري او د ھغه ډلې ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره دا هيله څرګنده كړې چې د دوي پرله پسې هڅې به پاكستان كښې د توان سلامتيا او معاشي استحكام ته لا وده وركړي۔

مزید خبریں