هند د سوئيلي آسيا امن لپاره تر ټولو لويې خطر دے ٬ مونږ ثابت كړه چې د بريد مكمل ځواب وركولے شؤ: عطاﺀ تارړ

اسلام آباد۔31 جولائی(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي دي هند د سوئيلي آسيا امن لپاره تر ټولو لويې خطر دے٬ هند په پاكستان كښې د ترهګرو ملاتړ كوي ٬ په پهلګام پېښه كښې په مونږ بې بنسټه تور لګولے شوے ٬ مونږ د بې پرې پلټنو وړاندېز چې وكړو نو هند يۍ په ځواب كښې جنګي ماحول لا تود كړو ٬ هند اوبه د …

اسلام آباد۔31 جولائی(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي دي هند د سوئيلي آسيا امن لپاره تر ټولو لويې خطر دے٬ هند په پاكستان كښې د ترهګرو ملاتړ كوي ٬ په پهلګام پېښه كښې په مونږ بې بنسټه تور لګولے شوے ٬ مونږ د بې پرې پلټنو وړاندېز چې وكړو نو هند يۍ په ځواب كښې جنګي ماحول لا تود كړو ٬ هند اوبه د وسلې په توګه كاروي ٬ اوبو سره زمونږ بقاﺀ تړلې ده ٬ د دې به كومه سودا ونه كړې شي ٬ مونږ ثابت كړه چې د جارحيت د خله ماتې ځواب وركولو صلاحيت لرؤ٬ معركه حق څخه وروستو د كشمير مسئله په نړيواله كچه يو وارې بيا ژوندۍ شوه٬ د كشمير مسئلې حل نه پرته منطقه كښې تلپاتې امن امكان نه لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په ځايي هوټل كښې د انسټیټیوټ آف ریجنل اسټډیز (آئی آر اېس) تر اهتمام لاندې په سوئيلي آسيا كښې د امن بحالۍ په سرخط پالېسي ډائيلاګ ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل تر كومې چې په سوئيلي آسيا كښې د امن او استحكام تعلق دے ٬د پاكستان دريځ تل ښكاره او مستقل پاتې شوے دے۔ ده ووئيل په منطقه كښې چې مونږ كومې خرابې وينؤ هغه په هند كښې زياتېدونكې بنياد پرستۍ او انتها خوښۍ سره نېغ په نېغه مناسبت لري۔ ده ووئيل پاكستان امن غواړي او دا يۍ ثابت كړه چې كه په پاكستان كوم جواز نه لرونكے جنګ مسلط كړے شو نو د فعاله ٬ سمدستي او خله ماتې ځواب كولو صلاحيت لري۔ وفاقي وزير ووئيل په پاكستان كښی د ترهګرۍ په پېښو كښې د بهرني فنډنګ شواهد موجود دي او هند په دې كښې تر ډېره حده ككړ پاتې شوے دے۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان په خپله د ترهګرۍ ښكار پاتې دے٬ د دې په ضد جنګ كښې يۍ د 90 زره څخه د زياتو قيمتي ځانونو قرباني وركړې ده۔ آيا په ګرده نړۍ كښې داسې بل كوم هېواد شته كوم چې د ترهګرۍ په ضد دومره لويې زيان پورته كړي؟ ۔ ده ووئيل كله چې په پاكستان د پهلګام پېښې تور ولګېدو نو مونږ خپل دريځ وړاندې كړو چې يو داسے هېواد كوم چې په خپله د ترهګرۍ ښكار پاتې وي د داسې اقدامات ملاتړ څنګه كولې شي؟ ده ووئيل كله چې وزيراعظم د پهلګام پېښې د بې پرې پلټنيو وړاندېز وكړو نو د دغې د ځواب په ځاے هند جنګي جنون زيات او جنګي ماحول لا تود كړو۔ ده ووئيل زمونږ اتحادي او ملګري هېوادونه مونږ سره په دغه بحران كښې ولاړ پاتې شول٬ مونږ په سفارتي محاذ كاميابي ترلاسه كړه۔ ده ووئيل زمونږ د بيانيې په بنياد په هند كښې پوښتنې پورته شوې او نن هم پورته كيږي۔ ده ووئيل نرېندر مودي كله هم په دومره كمزوري پوزيشن نه ؤ پاتي شوے كوم ته چې نن رسېدلے دے ولې چې د هند سول سوسائټي ٬ ميډيا ٬ دانشور طبقه او اپوزيشن ټول د هغه پالېسيو ته ګوته نيسي چې ولې هغه له پلټننو پرته د يوې پېښې په بنياد د جارحيت لاره خپله كړه او په پاكستان كښې يۍ بې ګناه وګړي په نخښه كړل۔ ده ووئيل هند زمونږ په امن كښې خوښي لرل زمونږ كمزوري وګڼله۔ زمونږ د وسله والو ځواكونو لخوا چې كوم ځواب وركړے شو هغې سره هند ته زمونږ د عسكري قوت اندازه ولګېده چې مونږ د جارحيت خله ماتې ځواب وركولې شوو۔ د اطلاعات وزير ووئيل د پهلګام پېښې څخه وړاندې د اوبو د وسلې په توګه د كارولو سوچ ؤ ۔ ده ووئيل كله چې څوك امن ته زيان رسول غواړي نو هغه تل په كومه نړيواله لوظنامه كښې د لاس وهنې سوچ كوي۔ ده ووئيل دا څنګه ممكن ده چې يوه نړيواله لوظنامه په يو اړخيزه توګه د بل فريق له رضامندۍ پرته معطل كړې شي يا معطل وساتلې شي۔ ده ووئيل د هند دا سوچ ؤ چې اوبه دې د وسلې په توګه وكارولې شي۔ ده ووئيل پاكستان په سم وخت د قامي سلامتيا غونډه راوبلله او دا ښكاره پېغام يۍ وركړو چې اوبو سره زمونږ بقاﺀ تړلې ده٬ په دې به كومه سودا ونه كړې شي۔ د اوبو بهير د اغېزمنده كولو د كومې هم هڅې به پرېكنده ځواب وركولې شي٬ دا قدرتي وسيله زمونږ د 24 كروړه اولس حق دے٬ د دې خلاف ورزي به په هېڅ صورت ونه زغملې شي۔ ده ووئيل كه د جنګ له منظرنامې وروستو وكتلے شي نو مونږ دا وايؤ چې مونږ امن غواړؤ خو دا امن بايد په دوه اړخيزه احترام او د كشمير په شمول د ټولو شخړو په حل اډانه وي۔ د دې ټولې منظرنامې يو مثبت اړخ دا دے چې د كشمير مسئله يو وارې بيا په ډاګه شوے دے او امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ د كشمير مسئلې حل كولو په حاجت زور راوړے دے۔ ده ووئيل هند د بې ګناه كشميري اولس حقونه غصب كولې نه شي٬ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردونو احترام لازمي دے۔ وفاقی وزیر ووئيل په دې منطقه كښې پاكستان تل امن لپاره خپل كردار ترسره كړے دے او كوي به او دې وروستي تاؤ تريخوالي نړۍ ته دا باور وركړے دے چې مونږ د يو قام په توګه نه يوازې دا چې د هر جارحيت خله ماتې ځواب وركولې شوو بلكې په سفارتي مېدان كښې هم د خپلې خبرې ثابتولو صلاحيت او پوهه لرؤ۔

مزید خبریں