د وزيراعظم يوته پروګرام٬برټش اي سپورټس فيډرېشن او د كامن ويلتھ سيكرټريټ ترمينځه پاكستان كښې د اي سپورټس ودې او اي سپورټس فيډرېشن جوړولو لپاره په مفاهمتي يادښت لاس ليك وشو

اسلام آباد۔31جولائی(اے پی پی) د وزيراعظم يوته پروګرام٬برټش اي سپورټس فيډرېشن او د كامن ويلتھ سيكرټريټ ترمينځه پاكستان كښې د اي سپورټس ودې او اي سپورټس فيډرېشن جوړولو لپاره په مفاهمتي يادښت لاس ليك شوے دے ۔د مفاهمتي يادښت مقصد د پاكستان وړومبۍ قامي اي سپورټس پالېسي جوړول٬ د ځوانانو شموليت٬ د ډيجيټل مهارتونه زياتول او په جدت اډانه د روزګار موقعې زياتول دي ۔د قامي اسمبلۍ غړې او د …

اسلام آباد۔31جولائی(اے پی پی) د وزيراعظم يوته پروګرام٬برټش اي سپورټس فيډرېشن او د كامن ويلتھ سيكرټريټ ترمينځه پاكستان كښې د اي سپورټس ودې او اي سپورټس فيډرېشن جوړولو لپاره په مفاهمتي يادښت لاس ليك شوے دے ۔د مفاهمتي يادښت مقصد د پاكستان وړومبۍ قامي اي سپورټس پالېسي جوړول٬ د ځوانانو شموليت٬ د ډيجيټل مهارتونه زياتول او په جدت اډانه د روزګار موقعې زياتول دي ۔د قامي اسمبلۍ غړې او د وزيراعظم يوتھ پروګرام فوكل پرسن آمنه بتول د زيارت په ورځ د برټش اي سپورټس او د دولت مشتركه سيكرټرېټ استازو سره پرېس كنفرنس كولو كښې ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف د اي سپورټس ودې لپاره ټاسك فورس جور كړے چې پكښې سپورټس او د تعليم پشمول ټولې څانګې نمائندګي لري ٬ځوانان په موبائل ګيمز زرمبادله ګټي٬دا رسمي جوړول او قانوني شكل وركولو ته پام لرنه كوو۔د وزيراعظم يوتھ پروګرام٬برټش اي سپورټس فيډرېشن او د كامن ويلتھ سيكرټرېټ ترمينځه د مفاهمت په يادښت د لاس ليك مقصد پاكستان كښې د اي سپورټس وده او اي سپورټس فيډرېشن جوړولو له مرسته كول دي۔د وزيراعظم يوتھ پروګرام ډپټي سيكرټري محمد علي ملك ووئېل د ټولو ډلو په مشاورت وړومبۍ اي سپورټس پالېسي جوړيږي٬د دې يادښت څخه به د اي سپورټس ودې او پاكستان كښې اي سپورټس فيډرېشن جوړولو له مرسته ترلاسه شي۔وزيراعظم يوتھ پروګرام په هېواد كښې د اي سپورټس ودې سره سره ځوانان هنر منده جوړولو لپاره كار كوي۔په دې موقع خبرو كښې د دولت مشتركه سيكرټرېټ استازي لین رابنسن پاكستان كښې د اي سپورټس ودې له د هر ممكن مرستې باور وركړو۔

مزید خبریں