د وزيراعظم په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه٬ د حج پاليسي كال 2026 او د اے آئي پاليسۍ 2025 منظوري

اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) وفاقي کابينې د حج پاليسي 2026 او د مصنوعي ذېركتيا (اے آئي) پاليسۍ 2025 منظوري وركړې او كابينې ته وئيلي شوي چې راتلونكي كال به د پاكستان د حج په مجموعي كوټه كښې 70 فيصده د حكومت او 30 فيصده د نجي كوټه په تناسب سره تقسيمولې شي، نېشنل اے آئي پاليسي به پاکستان كښې د پبلک سروس ښه والي، د زرعي څانګې …

اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) وفاقي کابينې د حج پاليسي 2026 او د مصنوعي ذېركتيا (اے آئي) پاليسۍ 2025 منظوري وركړې او كابينې ته وئيلي شوي چې راتلونكي كال به د پاكستان د حج په مجموعي كوټه كښې 70 فيصده د حكومت او 30 فيصده د نجي كوټه په تناسب سره تقسيمولې شي، نېشنل اے آئي پاليسي به پاکستان كښې د پبلک سروس ښه والي، د زرعي څانګې پيداوار، معاشي شموليت، هنر او تربيه او روزګار وركولو له بشپړ معاونت كوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د شورو په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې وشوه ٬ په دې موقع وزيراعظم ووئيل حاجياتو ته ښه سهولتونه وركولو لپاره راتلونكي كال كښې د حج آپريشن بشپړ ډيجيټائزيشن خوشبينه دے، حاجيانو ته هر ډول سهولتونه وركول به باوري كولې شي، د مذهبي چارو وزارت به په حج پاليسۍ عملدرامد باوري كوي٬ په غونډه كښې د حج پاليسي 2026 په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول راتلونكي كال به د پاكستان د حج په مجموعي كوټه كښې 70 فيصده د حكومت او 30 فيصده د نجي كوټه په تناسب سره تقسيمولې شي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول تېر كال د نجي څانګې د بې غورۍ له امله حج څخه محروم پاتې شوي كسان به نجي كمپنۍ په كال 2026 كښې تګ باوري كوي ، د نوې پاليسۍ له مخئ به د سرکاري سکيم او د نجي کمپنو له مخئ د حج آپريشن تھرډ پارټي ويليډيشن باوري كولې شي، په پاليسۍ كښې د حج په مهال حاجياتو ته سهولتونو وركولو سره سره دوي ته د دوي د روپو متوازي سروسز وركول شامل دي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول پاليسۍ كښې د راتلونكي كال يو زر چوكۍ د هارډ شپ كېس له مخې مختص كړې شوي ٬ د پاليسۍ له مخې هرې يوې نجي كمپنۍ لپاره د حاجيانو د لږې نه لږه شمېره دوه زره ساتلې شوه ده، د نجي کمپنو به د حج آپريشن په مهال كره نګراني كولې شي٬ د پاليسۍ د اطلاق نه وروستو به د نجي كمپنو له مخې د درخواست كوٶنكو د روپو او پراسېس به رئيل ټائم مانيټرنګ باوري كولې شي، حج كال 2026 لپاره د تېر كال په څېر د معاونين ټاكنه به په سپېځلې ډول د ټېسټ د لارې كېږي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول حاج كوونكو لپاره موبائل سمز، ډيجيټل رسټ بينډز، ښه استوګنه ٬ ډوډۍ او د هر ډول هنګامي يا حادثاتي صورتحال په نتيجه كښې به معاوضې وركولې شي٬ ادائيګۍ، تربيې ، شکايتونو او نور خدمات لپاره پاك حج موبائل ايپلي کيشن لا ښه او موثره كوٶ۔ دغسې وفاقي کابينې د حج پاليسي كال 2026 په متفقه توګه منظوري وركړه ٬د كابينې غړو او د ټولو اړوندو وزارتونو او ادارو پشمول د پاليسۍ په تشكيل كښې د كردار لوبوٶنكو چارواكو او عملې د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د انفارميشن ټيکنالوجي وزيرې او د مذهبي چارو وزارت سره په ګډه د حج آپريشن د بشپړ ډيجيټائزيشن باوري كولو امر هم وكړو۔ وزيراعظم حکومت هېواد د عصري تقاضو سره همكاره كولو٬ د عام كس آرټيفيشل انټيلي جنس ټيکنالوجۍ ته رسنه، په هېواد كښې د بشپړ اے آئي ايکو سسټم جوړولو او په دې لړ كښې د روزګار موقعې راپېدا كولو لپاره د نيشنل اے آئي پاليسي 2025 منظوري وركړه۔ ده ووئيل د پاكستان زلمے افرادي قوت د هېواد لويه اثاثه ده٬ دوي ته د اے آئي په مېدان كښې ضروري تعليم و تربيه او د ترقۍ يو ډول موقعې وركول د حكومت ترجيحات دي۔ وزيراعظم ووئيل حكومت د اېف بي آر په اصلاحات كښې د اے آئي د لارې د وړاندې نه د هېواد آمدن كښې زياتوالي او د نظام په بهترۍ كار كوي، د هېواد ترقۍ لپاره مصنوعي زېركتيا څخه د استفادې په اړه په وخت پاليسۍ جوړولو له د آئي ټي وزارت او اړوندو ادارو اقدامات د ستائنې وړ دي۔ وفاقي کابينې ته د نيشنل اے آئي پاليسي 2025 په اړه تفصيلي بريفنګ هم وركړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول تر كال 2030 ګرده نړۍ كښې به د مصنوعي زېركتيا د لارې د راتلونكې ممكنه انقلاب او په نړيوال معيشت د دغې د مالي اثرات اندازې ٬ قامي اے اي پاليسي د پاكستان د پبلک سروس بهترۍ، د پيداور پشمول د زرعي څانګې پيداوار، معاشي شموليت، هنر او تربيت او د روزګار وركړې له بشپړ معاونت كوي، د نيشنل اے آئي پاليسي 2025 په تشكيل كښې ټول سټيک هولډرز پشمول سرکاري، صنعتي، تعليمي څانګو او سول سوسائټي سره مشاورت باوري كړے شوے۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول د نيشنل اے آئي پاليسي 2025 له مخې په هېواد كښې د آرټيفيشل انټيلي جنس يوه مكمل ايکو سسټم جوړوو٬ اے آئي انوويشن فنډ، اے آئي وينچر فنډ د لارې به د نجي څانګې ډاډګيرنه كولي شي، په هېواد كښې شعور بېدارولو سره سره اے آئي كښې تعليم و تربيت، په آسانو شرطونو قرض وركول او مېرمنې او د خاص صلاحيتونو وړ كسانو دې ټيکنالوجۍ ته رسائي به باوري كولې شي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول سائبر سکيورټي، نيشنل ډيټا سکيورټي سره سره د پاليسۍ له مخې په سركاري څانګه كښې د اے آئي په استعمال كښې زياتوالے او د دې ماحولياتي اثرات لپاره اقدامات هم په پاليسۍ كښې شامل دي، نړيوالې شراكتدارۍ٬ د اے آئي په نړيواله كچه د رائج ضوابطو هم د پاليسۍ په جوړولو كښې خيال ساتلے شوے۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول تركال 2030 د اے آئي په څانګه كښې د لس لكه تربيه لرونكو كسانو٬ درې زره كلن سكالرشپس٬ په ځائي كچه د اے آئي مصنوعات، راتلونكو پنځو كالو كښې 50 زره اے آئي اربن منصوبو او يو زر تحقيقي منصوبو لپاره اقدامت په پاليسۍ كښې شامل دي٬ په پاليسۍ عملدرآمد لپاره اے آئي کونسل او ماسټر پلان و ايکشن ميټرکس به جورولې شي۔ دغسې وفاقي کابينې د نيشنل اے آئي پاليسي 2025 په متفقه توګه منظوري وركړه۔ کابينې د نجکارۍ په اره د كابينه كمېټۍ د 8 جولائي د پرېكړو توثيق وكړو۔ كابينې د قانون سازۍ په اړه د كمېټۍ د 17 جولائي كال 2025 د غونډې د پرېكړو سره د کابينې د قانون سازي په اړه د كمېټۍ د 25 جولائي د غونډې د پرېكړو هم توثيق وكړو۔

مزید خبریں