د مذهبي چارو وزارت حج 2026 لپاره پالېسي اعلان كړه ٬د حج درخواستونو وصولي به د 4 اګست څخه پېل شي٬د سركاري سكيم له مخې د حج واجبات به په دوو قسطونو كښې جمع كول وي

اسلام آباد 30جولائی(اے پی پی)د مذهبي چارو وزارت د حج 2026 لپاره پالېسي اعلان كړې چې له مخې به يې د حج درخواستونو وصولي به د 4 اګست څخه پېل كيږي٬ د كاميابو درخواست كوونكې انتخاب وړومبے راشئ او وړومبے لمبر ترلاسه كړئ په بنياد كولې شي۔ د سركاري سكيم د حج څرخونه به د 11 نيم لكه نه تر 12 نيم لكه ترمينځه وي۔د شورو په ورځ د وفاقي …

اسلام آباد 30جولائی(اے پی پی)د مذهبي چارو وزارت د حج 2026 لپاره پالېسي اعلان كړې چې له مخې به يې د حج درخواستونو وصولي به د 4 اګست څخه پېل كيږي٬ د كاميابو درخواست كوونكې انتخاب وړومبے راشئ او وړومبے لمبر ترلاسه كړئ په بنياد كولې شي۔ د سركاري سكيم د حج څرخونه به د 11 نيم لكه نه تر 12 نيم لكه ترمينځه وي۔د شورو په ورځ د وفاقي كابينې څخه منظورۍ نه پس حج پالېسۍ اعلانولو كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف ووئېل وفاقي كابينې د حج 2026 لپاره د پالېسۍ منظوري وركړې ده ۔ده ووئيل د حج درخواستونو وصولي به د اګست وړومبۍ اونۍ 4 اګست څخه پیل كيږي۔ د پاكستان حج كوټه 1 لك 79 زره 210 ده۔سركاري سكيم له مخې يو لك 19 زره 210 او پرائيويټ سكيم له مخې ېه 60 زره پاكستاني حج كوي۔د سركاري سكيم له مخې حج كوونكو ته د 38 نه تر 42 ورځو م او 20 نه تر 25 ورځو شارټ حج پیكج وركولې شي۔د 12 كاله كم عمر ماشومانو ته به سږ كال د حج اجازه نه وي۔سركاري سكيم له مخې چې كوم خلق حج كول غواړي هغوي له به د حج واجبات په دوو قسطونو كښې جمع كول وي۔سركاري حج به د 11 نيم لكه نه تر 12 نيم لكه ترمينځه وي۔د ډېرو او لږو ورځو حج لپاره به 5 او 5 نيم لكه روپو وړومبے قسط جمع كول لازمي وي۔۔ده ووئيل د سعودي عرب څخه منظور شوي ويكسينبه ټولو حج كونكو لپاره لګول لازمي وي۔پرائيويټ كمپنو ته به بهر هېوادونو څخه د حج كوونكو بكنګ كولو اجازه وي خو بيا هم هغوي له به د فارن ايكسچينج كښې مستند بينكنګ چينلز د لارې رقم منتقل كول وي۔ده ووئيل پرائيويټ سكيم كښې مالي سپيځلتيا باوري كولو او سعودي عرب ته د روپو په وخت منتقلۍ لپاره خاص اقدامات شوي۔وفاقي وزير ووئيل د دريمې ډلې د لارې به د سركاري او پرائيويټ حج سكيم د كاركردګۍ جائزه اخستلې شي۔د مذهبي چارو وزارت ډله به په مجموعي توګه د حج آپرېشن څارنه كوي۔د دې نه علاوه د آئي ټي وزارت به د اين آئي ټي بي څانګې څخه هم د حج آپرېشن څارنه كوي۔ده ووئيل ټولو حج كوونكو ته به د حج په اړه تربيت وركولې شي۔ د مالياتي څارنې موثر نظام به لاګو كولې شي۔د ګيلو ازالې لپاره به بشپړ او سپيځلے نظام كار كوي۔د مذهبي چارو وزير ووئيل تېر كال هم سركري سكيم له مخې ښه انتظامات شوې زو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پرائيويټ سكيم له مخې چې كوم خلق پاتې شوي وو هغوي به سږ كال حج كولو لپاره لازمي ليږلې شي۔

مزید خبریں