اسلام آباد 30 جولائی (اے پي پي) د صنعت او پیداوار وزارت كښې د شورو په ورځ د الیكټرك ګاړو (اي وي) په اړه د تكنیكی پوهي په تربيه د اعلیٰ پائې غونډه وشوه د كومي مشري چې د وزیراعظم د صنعت او پیداوار خاص مرستيال هارون اختر خان وكړه ۔په غونډه كښې د نېشنل ووكیشنل اینډ ټیكنیكل ټریننګ كمیشن (نیوټیك)، دوه د المان كمپنو لوكس نول او انسټیټیوټ آف …
د وزیراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د الیكټرك ګاړو سكلز ټریننګ په اړه غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 30 جولائی (اے پي پي) د صنعت او پیداوار وزارت كښې د شورو په ورځ د الیكټرك ګاړو (اي وي) په اړه د تكنیكی پوهي په تربيه د اعلیٰ پائې غونډه وشوه د كومي مشري چې د وزیراعظم د صنعت او پیداوار خاص مرستيال هارون اختر خان وكړه ۔په غونډه كښې د نېشنل ووكیشنل اینډ ټیكنیكل ټریننګ كمیشن (نیوټیك)، دوه د المان كمپنو لوكس نول او انسټیټیوټ آف موټر انډسټري (آئی اېم آئی) او د انجینئرنګ ډویلپمنټ بورډ نمائندګانو ګډون وكړو ۔د غونډې ایجنډا پاكستان كښې په تندۍ سره د پرمختګ كوونكو الیكټرك ګاړو صنعت لپاره د هنر مندو تكنیكی پوهانو سمدستي حاجت ته پام لرنه وشوه ۔په غونډه كښې د اي وي مرمت او سروسز لپاره د پكار پوهې په كمي او د هغې مسئلو حل لپاره د نړيوالې همكارۍ او منظم تربیتي پروګرامز باندې غور وشو۔د المان كمپنو لوكس نول او آئي اېم آئي په پاكستان كښې د نړيوال معیار له مخې د تكنیكی تربیې وركولو له نیوټیك سره همكارۍ له خوښي ولرله ۔خاص مرستيال هارون اختر خان په دې خبره زور راوړو چې د وزیراعظم شهباز شریف وژن دے چې د پاكستان د الیكټرك ګاړو پالیسی كامیابه شي كومې لپاره چې هنر مند انساني وسائل ضروري دي۔











