وزیراعظم محمد شهباز شریف د پاكستان شوګر ملز ایسوسی ایشن او حكومت ترمينځه د لوظنامي ترمخه د چینو په ترسره شوې بيعه د عملدرآمد باوري كولو سپارښتنه وكړه

اسلام آباد 30 جولائی (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د پاكستان شوګر ملز ایسوسي اېشن او حكومت ترمينځه د لوظنامي ترمخه د چینو په ترسره شوې بيعه د عملدرآمد باوري كولو سپارښتنه كولو سره وئيلي دي د لوظنامي خلاف ورزي كوونكو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د شورو …

اسلام آباد 30 جولائی (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د پاكستان شوګر ملز ایسوسي اېشن او حكومت ترمينځه د لوظنامي ترمخه د چینو په ترسره شوې بيعه د عملدرآمد باوري كولو سپارښتنه كولو سره وئيلي دي د لوظنامي خلاف ورزي كوونكو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د شورو په ورځ په دې اړه غونډه وشوه۔وزیراعظم د پاكستان شوګر ملز ایسوسي ایشن او حكومت ترمينځه د چينو ترسره شوې لوظنامي ترمخه 165 روپۍ ایكس مل بيعه او 173 روپۍ ریټیل بيعه باندې د عملدرآمد باوري كولو امر سره ووئيل د لوظنامې خلاف ورزی كولو او بيعي څخه په زياته بيعه د چينو خرڅونكو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل چا له به هم د اولس معاشي استحصال اجازه ورنه كړې شې۔چارواكو وزیراعظم ته ووئيل د چينو مصنوعي قلت پیدا كوونكو په ضد كاروائي روانه ده۔

مزید خبریں