وزیراعظم د خارجه وزارت،ریلوے وزارت او توان وزارت كاركردګي وستائېله، ستمبر كښې د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلۍ كښې به د غزه په اړه مكمل موقف نړۍ ته وړاندې كوم۔شهباز شریف

اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د خارجه وزارت ،ریلوے وزارت او توان وزارت كاركردګي ستائېلو سره وئيلي دي ټول وزارتونه د احترام وړ دي،اهداف سر كولو لپاره وزارتونه بايد مقابله وكړي، ستمبر كښې به د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ كښې د غزه په اړه بشپړ موقف نړۍ ته وړندې كوم او پاكستان به په دې اړه يو قوي غږ پورته كوي،د هغوي په حق …

اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د خارجه وزارت ،ریلوے وزارت او توان وزارت كاركردګي ستائېلو سره وئيلي دي ټول وزارتونه د احترام وړ دي،اهداف سر كولو لپاره وزارتونه بايد مقابله وكړي، ستمبر كښې به د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ كښې د غزه په اړه بشپړ موقف نړۍ ته وړندې كوم او پاكستان به په دې اړه يو قوي غږ پورته كوي،د هغوي په حق كښې غږ پورته كوونكو په غږ كښې به پاكستان خپل غږ شاملوي،په غزه زمونږ مؤقف واضحه او قام يو دے۔د شورو په ورځ وزیراعظم شهباز شریف د كابینې په غونډه كښې خبرو كښې ووئيل اوسنيو كښې د پاكستان شمالي سيمو كښې زيات بارانونه شوي چې په نتيجه كښې ګڼ شمېر د قيمتي ځانونو زيان شوے او په ځيني ځايونو د وګړو كورونه لاهو شوي،ګلګت په خاص توګه بلتستان كښې د دیامیر سيمه كښې او نورو غرئيزو سيمو كښې سېلاب راغلے چرته چې كورونه هم په بشپړه توګه تباه شوي او پنجاب د بارانونو نه ډېر متاثره شوے ،سندھ هم تر څه حده ځپلے شوے۔وزیراعظم ووئيل دغسې د ترهه ګرۍ په ضد په ټول هېواد كښې او په خاص توګه په بلوچستان او كے پي كے كښې زمونږ ځوانان شپه ورځ قربانۍ وركوي، زمونږ افسران، ځوانان او وګړي شهيدان شوي۔ د مذهبي چارو وفاقی وزیر د هغه ټولو شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔وزیراعظم ووئيل د بجلۍ محكمه كښې چې كوم انقلابی بدلونونه راغلي په دې اړه دې كابينې ته بريفنګ وركړے شي،دا يو انقلابی كار شوے،په دې كښې د توان وزير سردار اوېس لغاری، سیكرټري او د هغه ډلې ، ټاسك فورس چې پكښې زمونږ د نجكارۍ چیئرمېن محمد علی او د هغه نور غړي شامل دي ډير كار كړے او آئی پی پیز سره چې كومي خبرې شوي هغې كښې زمونږ سرلښكر او د هغه ډلي په زړه پوري هڅي كړې او په نتيجه كښې يې څو اربه روپۍ خزاني ته ګټه رسېدلې ۔۔ده ووئيل زه غواړم چې دلته موجود هر وزیر د نورو څخه مخ په وړاندې لاړ شي ، زه ډير خوشحالېږم جې كله د يوې ادارې يا وزارت مثال وړاندې كوم او دغسې چې ستاسو د ټولو ډاډګيرنه اوشي۔ وزیراعظم ووئيل تيره ورځ ما د لاهور ريلوے سټيشن دوره وكړه ، د میاں نواز شریف حكومت ختمولو نه پس كله چې هغه د ټرین د لارې اسلام آباد نه لاهور ته تللو نو زه په آخري ځل هلته تللے ووم ، حنیف عباسی چې څه ډول د لاهور ريلوے سټیشن كښې انقلابی بدلونونه راوستي،زړه پرې خوشحاله شوم ، دا د هغه ٬ د چیئرمېن، سیكرټري او ټولي ډلي د هڅو نتيجه ده،د ټرین د ټكټ نظام په بشپړ ډول ډیجیټائز دے،هلته باقاعده ډائننګ هال جوړ شوے،عامو مسافرو لپاره ایئركنډیشنډ نظام دے،دا د كوم اشرافیه لپاره نه دے،عامو مسافرو لپاره هغه كیبنز جوړ كړي،هلته عمله په یونیفارم كښې وي، ده ووئېل زه اميد لرم چې دا ماډل به په ټول پاكستان كښې هر ځاے لاګو شي۔ده ووئيل هلته د هر كلي ډير اعلیٰ نظام ؤ او باقاعده د انتظار ځايونه جوړ شوي دي، چائے، كافی پیسټریز، سنیكس هلته ترلاسه كيږي۔ده ووئېل لويې څښتن دې وكړي چې دا كومه نمونه ښودلې شوې دغسې په تول پاكستان كښې وي۔ده ووئيل ټوله كابينه زما لپاره د احترام وړ ده،نن په ټوله نړۍ كښې پاكستان له لويې څښتن عزت وركړے ،اوسنيو كښې پاكستان په كنونشنل جنګ ګټلو نړۍ حيرانه كړې ،لويې څښتن هېواد له دېر عزت وركړر ،ټول قام يو شوے ، ده ووئېل فیلډ مارشل د فرنټ څخه قیادت كړے٬ دغسې پاك فضائیه كمال كاركردګي ښودلي۔وزیراعظم ووئيل نائب وزیراعظم او خارجه وزير د امریكې كامیاب دوره كولو سره راستون شوے،هغه د امریكې خارجه سیكرټری سره ملاقات كړے ، د فرانس او سعودي عرب په غزه شريك كنفرنس كښې پاكستان نمائندګی كړې او بشپړ غږ ئې پورته كړے ،غزه كښې د اسرائیل محاصره او ظلم د غدني وړ دے۔وزیراعظم ووئيل این ډي اېم اے چیئرمېن ته سپارښتنه شوې چې په سمدستي توګه دوه كنسائنمنټس د اردن او مصر په لاره غزه ته ورسوي۔وزیراعظم ووئيل بايد په غزه كښې ظلمونه په سمدستي توګه بند كړې شي، ستمبر كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ كښې به پاكستان په دې اړه بشپړ مؤقف وړاندې كوي،بايد هلته ظلمونه بند كړې شي،پاكستان به د خپل اړخه يو قوي غږ پورته كوي۔

مزید خبریں