د پاكستان وړومبے “ګرين بلډنګ كوډ” به د توان بچت، د اوبو موثره كارولو او ماحول دوست تعميرات ته ودې وركولو لپاره جامع فرېم ورك رامخې ته كړي ۔ د سائنس او ټيكنالوجۍ وزارت

اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) د سائنس او ټيكنالوجۍ وزارت له مخې د پاكستان وړومبے "ګرين بلډنګ كوډ" به د توان بچت، د اوبو موثره استعمال او ماحول دوست تعميرات ته ودې وركولو لپاره جامع فرېم ورك رامخې ته كړي ۔ د شورو په ورځ د وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د وزيراعظم د ماحول دوست وژن له مخې د پاكستان د وړومبني ګرين بلډنګ …

اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) د سائنس او ټيكنالوجۍ وزارت له مخې د پاكستان وړومبے “ګرين بلډنګ كوډ” به د توان بچت، د اوبو موثره استعمال او ماحول دوست تعميرات ته ودې وركولو لپاره جامع فرېم ورك رامخې ته كړي ۔ د شورو په ورځ د وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د وزيراعظم د ماحول دوست وژن له مخې د پاكستان د وړومبني ګرين بلډنګ كوډ منظوري وركړې شوې ده٬ ماحولياتي تحفظ او د موسمياتي بدلون مخنيوي لپاره دا يو مهم او د ستائنې وړ اقدام دے چې مقصد ئې كلين فضا٬د توان موثره استعمال او د ماحول تحفظ دے كوم چې د ملګرو ملتونو د تل پاتي پرمختيائي هدفونو سره سم دے۔ د وزيراعظم په ماحول دوست او دورانديش بصيرت عملدرآمد كښې د سائنس او ټېكنالوجۍ وزير خالد حسېن مګسي او سيكريټري ساجد بلوچ د دې ضوابطو په جوړولو كښې كليدي كردار لوبولے او د ضوابطو د جوړولو په مهال صوبائي واكمنو٬ وفاقي وزارتونو او نورو اړوندو ډلو سره د پراخه مشاورت نه وروستو په قامي كچه اتفاق راغلے دے۔

مزید خبریں