جنيوا 30 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن يوسف رضا ګيلاني او د قطر د شوريٰ کونسل سپيکر حسن الغنيم ترمېنځه په جنيوا كښې د انټر پارليمنټري يونين (آئي پي يو) په اهتمام كښې د سپيکرز شپږم نړيوال كنفرنس په موقع ملاقات شوے۔ د سينيټ سيکرټريټ له مخې د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د پاكستان او قطر ترمېنځه د تاريخي٬ ورورولۍ او ژورو اړيكو پخلے وكړو كومې چې …
د سينيټ چيئرمين يوسف رضا ګيلاني او د قطر د شوريٰ کونسل سپيکر حسن الغنيم ترمېنځه ملاقات

مزید خبریں
جنيوا 30 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن يوسف رضا ګيلاني او د قطر د شوريٰ کونسل سپيکر حسن الغنيم ترمېنځه په جنيوا كښې د انټر پارليمنټري يونين (آئي پي يو) په اهتمام كښې د سپيکرز شپږم نړيوال كنفرنس په موقع ملاقات شوے۔ د سينيټ سيکرټريټ له مخې د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د پاكستان او قطر ترمېنځه د تاريخي٬ ورورولۍ او ژورو اړيكو پخلے وكړو كومې چې په شريك احترام٬ مشتركه اقدارو٬ امن او پرمختګ لپاره په يو ډول وژن اډانه دي۔ دواړو د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړو چې پكښې سياسي، معاشي، پارلماني او په اولسي كچه روابطو ته وده وركول شامل وو۔ د سېنېټ چيئرمېن د نړيوال چېلنجز مخنيوي لپاره د نزدې مرستې په اهميت زور راوړلو سره په دې لړ كښې د قطر د كردار ستائنه وكړه۔











