د پخوانيو نړيوالو شخړو سوله ايز حل له به د سلامتي كونسل په قراردادونو عمل كول وي : سردار اياز صادق

جنېوا۔30جولائی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په څو اړخيزه كچه د نړيوال باور د بحالۍ په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي د پخوانيو نړيوالو شخړو سوله ايز حل لپاره به د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې عمل كول وي٬ د نړيوال امن او انصاف تحفظ له به د بشري اصولو سياست او په نړيوالو چارو كښې دوه مخيز معيار ختمول وي۔ د دې خيالاتو …

جنېوا۔30جولائی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په څو اړخيزه كچه د نړيوال باور د بحالۍ په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي د پخوانيو نړيوالو شخړو سوله ايز حل لپاره به د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې عمل كول وي٬ د نړيوال امن او انصاف تحفظ له به د بشري اصولو سياست او په نړيوالو چارو كښې دوه مخيز معيار ختمول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده 29 جولائي څخه تر 31 جولائي 2025 په جنېوا كښې د بېن الپارليماني يونين (آئي پي يو) او د ملګرو ملتونو تر اهتمام لاندې د پارلیماني سپیکرانو شپږم نړيوال كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ د نړيوالې سفارتكارۍ مركز په توګه د جنېوا په تاريخي كردار رڼا اچولو سره سپيكر سردار اياز صادق ووئيل نړۍ يو وارې بيا نازك پړاؤ څخه تېرېږي او د يو شمېر بحرانونو مقابله كوي كوم چې نړيوال امن ٬ سلامتيا ٬ اقتصادي استحكام ٬ تلپاتي پرمختګ او د څو اړخيزه نظام سالميت خطر سره مخ كوي۔ سپيكر اياز صادق په دې خبره زور راوړو چې د شخړو سوله ايز حل ته به اوس نه يوازې د يوې قانوني ذمه ارۍ بلكې د ستراتيجيكي ضرورت په توګه هم كتل وي۔ ده ووئيل جبر او يو اړخيزه كارروايۍ سره امن ترلاسه كېدے نه شي ٬ د دې په ځاے به نړۍ له د خبرو ٬ سفارتكارۍ ٬ دوه اړخيزه احترام او د ملګرو ملتونو د چارټر رعايت سره سرمايه كاري كول وي۔ ده د پاكستان په مشرۍ كښې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د قرارداد 2788 په متفقه توګه منظوري وستائېله په كوم كښې چې د سوله ايز حل تګلارې په مضبوطولو زور راوړلے شوے ۔ په نړيواله اقتصادي منظرنامه خپلو خبرو كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل دا مهال 100 څخه زيات پرمختګ كوؤنكې هېوادونه د پورونو مسئلو يا لیکویډیټی بحران سره مخ دي او د دې لويې سبب نړيوال تجارت او ماليتاتي ډھانچه كښې انتظاميې مسئلې دي۔ ده په عادلانه او په پرمختګ د اډانه لرونكې نړيوال مالياتي نظام نظام په تشكيل كښې د سمدستي اصلاحات په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل اوس وخت راغلے دے چې د تورونو لګولو په ځاے په ګډه د انسانيت په بنياد د مسئلو حل كولو پلو مخ په وړاندې لاړ شوو۔ ده ووئيل نړۍ زيات خونړي جنګونه ليدلي دي اوس د نوي سوچ د تنوع د احترام او يو نوي شروعات وخت دے

مزید خبریں