د بشري حقونو وفاقي وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ سره د آسټریلیا هائی کمشنر نیل هاکنز ملاقات، د بشري حقونو ودي او تحفظ لپاره په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 30 جولائی (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقی وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ سره پاکستان كښې د آسټریلیا هائی کمشنر نیل هاکنز ملاقات کړے ۔ ملاقات كښې په پاکستان كښې د بشري حقونو ودې او تحفظ لپاره په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د شورو په روځ د بشري حقونو وزارت د اړخه جاري پرېس ریلیز له مخې په دې موقع د بشري حقونو وزارت سیکرټری …

اسلام آباد 30 جولائی (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقی وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ سره پاکستان كښې د آسټریلیا هائی کمشنر نیل هاکنز ملاقات کړے ۔ ملاقات كښې په پاکستان كښې د بشري حقونو ودې او تحفظ لپاره په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د شورو په روځ د بشري حقونو وزارت د اړخه جاري پرېس ریلیز له مخې په دې موقع د بشري حقونو وزارت سیکرټری عبدالخالق شیخ هم موجود ؤ ۔ملاقات كښې ډلو د بشري حقونو وركولو او ودې لپاره دوه اړخيزه مرسته لا زياتولو او په حقونو اډانه جامع حکمرانۍ ښه كولو له د نړيوالو تجربو په تبادله زور راوړو۔هائی کمشنر د بشري حقونو قوانین، پالیسۍ او اداره جاتی اصلاحات په اړه د پاکستان اوسنے پیش رفت وستائېلو۔ده د کمزورو او محرومو طبقو حقونو تحفظ له د حکومت هڅي د وستائېلي۔وفاقی وزیر د هائی کمشنر هركلې كولو سره د پاکستان د اړخه د ټولو طبقو لپاره د بشري حقونو د عزم پخلے وكړو۔وفاقی وزیر د مذهبی اقلیتونو په اړه حساس قوانین لكه چې د مذهب توهين په ناسمه استعمال ریاستي غبرګون او په دې اړه قانونی او اداره جاتی اصلاحات هم رڼا واچوله۔ دوي د بشري حقونو په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستي ته لا ودې وركولو له د عزم څرګندونه وكړه او مساوات، شمولیت او وقار په څير اصولو ودې له ئې هلو ځلو ته اتفاق وكړو۔

مزید خبریں