شاهراه قراقرم او د ګلګت بلتستان په شمول د هيواد په قطبي سيمو كښې سړكونه بحال شوي ٬ د اين ايچ اے چاروكو رپورټ د مواصلات وفاقي وزير ته وړاندې كړو

اسلام آباد۔30جولائی(اے پی پی) د هېواد په قطبي سيمو كښې په لويه كچه د اوسنيو بارانو د لاسه روډ نېټ ورك سخت زيان سره مخ شوے بيا هم نېشنل هائی وے اتھارټی ټول وسائل كارولو سره په بېړني بنيادونو آپرېشن وكړو او تېره ورځ شاهراه قراقرم او د ګلګت بلتستان په شمول د هيواد په قطبي سيمو كښې سړكونه په بشپړه توګه ټرېفك لپاره بحال كړے شول۔ د مواصلات وفاقي …

اسلام آباد۔30جولائی(اے پی پی) د هېواد په قطبي سيمو كښې په لويه كچه د اوسنيو بارانو د لاسه روډ نېټ ورك سخت زيان سره مخ شوے بيا هم نېشنل هائی وے اتھارټی ټول وسائل كارولو سره په بېړني بنيادونو آپرېشن وكړو او تېره ورځ شاهراه قراقرم او د ګلګت بلتستان په شمول د هيواد په قطبي سيمو كښې سړكونه په بشپړه توګه ټرېفك لپاره بحال كړے شول۔ د مواصلات وفاقي سېكرټري علي شير محسود تر چلاس، مانسهرہ، بابوسر ټاپ او خنجراب په خپله ګاډي چلولو سره د ګرد هېواد سېلګرو ته پېغام وركړو چې هغوي له كوم خطر پرته سفر كولې شي۔ ده د سکردو جګلوټ په 144 کلومیټر سړك هم ګاډې خپله ډرائيو كړو او د دې دواړو اړخونه يۍ ټرېفك لپاره برابر وګرځول۔ په دې لړ كښې د اېن اېچ اے او اړوندو ادارو لخوا د بشپړو شوو كارونو رپورټ وفاقي وزير عبد العليم خان ته وړاندې كړے شو۔ علي شېر محسود ووئيل د وفاقي وزير عبد العليم خان هدايت له مخې غوره تګلارې او ټيم ورك سره دا ناممكن مشن ممكن كړے شو بياهم د سترو لارو محفوظولو او د ضروري كار ترسره كولو له نېشنل هائي وے اتھارټي خپل كار پرله پسې روان ساتلے دے۔ دا خبره د يادونې وړ ده اېن اېچ اے په شمالي سيمو كښې دوه ورځې وړاندې 90 فيصده څخه زيات كار بشپړ كړے او د كاغان ٬ ناران په شمول د اېن۔ 15 رابطه سړكونو ټرېفك لپاره پرانستلې شوي دي۔ په دې مهال اېن اېچ اے چيئرمېن شهريار سلطان د وفاقي وزير عبد العليم خان په هدايت د آزاد كشمير دوره هم كړې چرته چې هغه كوهاله پل څخه مظفر آباد روډ څخه د لېنډ سلائيډنګ لرې كولو عمل جاج واغست۔ په مجموعي توګه د نېشنل هائي وے اتھارټي لخوا دومره تندۍ سره كار شوے دے چې يو وارې بيا ګرد هېواد څخه سېلګري له كومې يرې پرته قطبي سيمو پلو روان شوي دي

مزید خبریں