اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې سرمايه کاري راغب كولو لپاره د ډويلپمنټ آف انويسټمنټ پورټ فوليو کميټۍ غونډه شوې ده ۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري اعلاميه له مخې په غونډه كښې وفاقي وزيرانو٬ د وزيراعظم سلاحكار ٬ د اېس اي سي پي چيئرمېن، د پاور، د پټروليم، د خزانې، بي او آئي وفاقي سيکرټريز …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې سرمايه کاري راغب كولو لپاره د ډويلپمنټ آف انويسټمنټ پورټ فوليو کميټۍ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې سرمايه کاري راغب كولو لپاره د ډويلپمنټ آف انويسټمنټ پورټ فوليو کميټۍ غونډه شوې ده ۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري اعلاميه له مخې په غونډه كښې وفاقي وزيرانو٬ د وزيراعظم سلاحكار ٬ د اېس اي سي پي چيئرمېن، د پاور، د پټروليم، د خزانې، بي او آئي وفاقي سيکرټريز او د مهمو وزارتونو، ډويژنونو او نورو اړوندو ادارو لوړ پورو ګډون وكړو ۔ په دې موقع د سرمايه كارۍ په بېلا بېلو تجويزنو تفصيلي خبرې وشوې او په سباون كښې سرمايه کارۍ لپاره ترجيحي څانګې هم په ګوته كړې شوې۔ نائب وزيراعظم اړوندو وزارتونو او ادارو ته د مشاورت زياتولو او سرمايه كارۍ لپاره وړاندېزونو ته زر تر زره حتمي شكل وركولو لپاره خپلې هڅې د لا ښه كولو امر هم وكړو۔











