جنیوا 30 جولائی (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د ترکیه ګرینډ نیشنل اسمبلۍ اسپیکر پروفیسر ډاکټر نعمان کرتلموش سره ملاقات کړے ۔ د قامي اسمبلۍ سیکرټریټ له مخې دا ملاقات د 6م نړيوال سپیکرانو کنفرنس په موقع په جنیوا كښې شوے۔ملاقات كښې د پاکستان او ترکیې ترمينځه په مثالی اړيكو خبري شوي۔ سردار ایاز صادق ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكي په شريك باور ،شريك تاریخ …
د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د ترکیه ګرینډ نېشنل اسمبلۍ سپیکر پروفیسر ډاکټر نعمان کرتلموش سره ملاقات

مزید خبریں
جنیوا 30 جولائی (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د ترکیه ګرینډ نیشنل اسمبلۍ اسپیکر پروفیسر ډاکټر نعمان کرتلموش سره ملاقات کړے ۔ د قامي اسمبلۍ سیکرټریټ له مخې دا ملاقات د 6م نړيوال سپیکرانو کنفرنس په موقع په جنیوا كښې شوے۔ملاقات كښې د پاکستان او ترکیې ترمينځه په مثالی اړيكو خبري شوي۔ سردار ایاز صادق ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكي په شريك باور ،شريك تاریخ او ګټو اډانه دي۔ دواړو لارښودو تجارت، دفاع، ټیکنالوجی او كلتوري تبادلو په څانګو كښې په مرسته زور راوړو۔ سپیکر سردار ایاز ووئيل د قدرتی آفتونو په مهال د دواړو هېوادونو شريكه مرسته د پخوانۍ ملګرتيا ثبوت دے۔د قامی اسمبلۍ سپیکر د پاکستان پارلمان او اولس د اړخه د تركيه اولس او قيادت لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل پارلیماني سفارتکاري د دوه اړخيزه اړيكو ج ودي وركولو مهمه ذريعه ده۔ د ملاقات په مهال د دواړو سپیکرانو ترمينځه په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ سردار ایاز صادق ووئيل د فلسطین او مقبوضه جموں و کشمیر مظلوم اولس په حق كښې د ترکیه اصولی مؤقف د ستائنې وړ دے۔











