د جموں او کشمیر غوندې شخړو هواري لپاره د ملګرو ملتونو امن مشنز کردار زياتولو ته ضرورت دے ۔ پاکستان

ملګري ملتونه 30 جولائی (اے پي پي) پاکستان د شخړو بنیادي وجوهات حل كولو لپاره د ملګرو ملتونو امن مشنز قوي كولو او ښه كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي تر ټولو زيات ضرورت د جموں و کشمیر په څير پخوانو شخړو كښې محسوسيږي كومې چې د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل په ایجنډا پراتې دي ۔دا خبره ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد تيره …

ملګري ملتونه 30 جولائی (اے پي پي) پاکستان د شخړو بنیادي وجوهات حل كولو لپاره د ملګرو ملتونو امن مشنز قوي كولو او ښه كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي تر ټولو زيات ضرورت د جموں و کشمیر په څير پخوانو شخړو كښې محسوسيږي كومې چې د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل په ایجنډا پراتې دي ۔دا خبره ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد تيره ورځ ”سیاسی حل ترلاسه كولو له د امن آپریشنز استعمال :ترجیحات او چیلنجز“ په سرخط د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل كښې د بحث په مهال وكړه۔ده ووئيل سلامتی کونسل، كوم چې امن مشنز له مینډیټ وركوي،دا خبره دې باوري كړي چې امن مشنز دې د يو معتبر سیاسی عمل سره تعینات کړے شي كوم چې د شخړو بنيادي وجوهات حل کړي او د مشن مینډیټ واضحه، ترتیب وار او د سیاق و سباق له مخې وي۔ده ووئيل د سیاسي حل اهمیت بالکل واضحه دے۔د پاکستان مندوب ووئيل بايد سلامتي کونسل خپلي ذمه وارۍ پوره كړي او د سلامتی کونسل اړوندو قراردادونو او کشمیریانو خواهشاتو له مخې د جموں و کشمیر شخړي منصفانه او اوږد مهاله حل لپاره كوټلي اقدامات وكړي۔ده د ملګرو ملتونو امن آپریشنز كښې د پاکستان نزدې د 8 لسيزو په تجربه رڼا اچولو سره ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو امن مشنز ته ډلي لېږونكو هېوادونو كښې شامل دے او د ملګرو ملتونو تر ټولو لويې پخواني مشن د هند او پاکستان كښې د ملګرو ملتونو فوجی مبصرینو ډلي (یو این ایم او جی آئی پی ) کوربه هم دے،كومه چې د لائن آف کنټرول نګرانی کوي۔ده ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو پیس بلډنګ کمېشن باني غړے هم دے۔ده دا خبره په ګوته كولو سره ووئيل پاکستان څلورو براعظمو كښې د ملګرو ملتونو 48 مشنز كښې تر ټولو زيات 2 لکهه 35 زره څخه زيات اهلکار لري۔تر اوسه 182 پاکستاني عسكر په نړيوالې كچه امن لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده۔ده ووئيل مونږ د ملګرو ملتونو امن کارروائیو ته لوئ اهميت وركوو۔

مزید خبریں