اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) د نېشنل ايمرجنسيز آپريشن سينټر تر 3 اګست ګرد هېواد كښې د سخت موسمي صورتحال او د ممكنه خطرو له مخې خبردارے جاري كړے دے۔ د اېن ډي اېم اے وياند له مخې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كښې اربن فلډ٬ خوړونو او ګلګت بلتستان او خېبر پښتونخوا په غرئيزو سيمو كښې د ګليشيئر …
اين ډي ايم اے تر 3 اګست د سخت موسمي صورتحال خبردارے جاري كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) د نېشنل ايمرجنسيز آپريشن سينټر تر 3 اګست ګرد هېواد كښې د سخت موسمي صورتحال او د ممكنه خطرو له مخې خبردارے جاري كړے دے۔ د اېن ډي اېم اے وياند له مخې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كښې اربن فلډ٬ خوړونو او ګلګت بلتستان او خېبر پښتونخوا په غرئيزو سيمو كښې د ګليشيئر ويلي كېدو له امله د سېلاب خطر دے٬ اسلام آباد، پېنډۍ، ګوجرانواله، لاهور، سيالکوټ، خوشاب او په نارووال كښې د اربن فلډ اندېښنه ده۔ د خېبر پښتونخوا په ځېنې سيمو كښې د راتلونكو 12 نه تر 24 ساعتو د سختو بارانونو امكان دے چې پكښې په كوزو سيمو كښې د سېلاب او لېنډ سلائنډنګ خطر دے۔ اېن ډي اېم اے ټولو اړوند ادارو ته د ممكنه خطرو مخنيوي لپاره د وړاندې نه د چمتوالي نيلو امر كړے دے او اولس ته ېې خواست كړے چې حساس سيمو او د غېر ضروري سفر نه ډډه وكړې ۔ اولس ته دا هم خواست شوے چې د موسم او ممكنه خطرو په اړه تازه معلومات لپاره د پاك اېن ډي اېم اے ډيزاسټر الرټ اېپ څخه استفاده وكړې۔











