پېنډۍ ۔30جولائی(اے پی پی) سر لښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منېر نشان امتياز (ملټري) وئيلي دي په معركه حق كښې د هند د ماتې خوړولو په څير د هند پراكسيز فتنة الخوارج او فتنة الهندوستان به هم په هائبرډ جنګ كښې دغسې انجام او ذلت سره مخ شي٬ د ترهګرۍ مخنيوي له يو قامي غبرګون ته اړتيا ده۔ د آئي اېس پي آر له مخې د شورو په ورځ د …
د هند په څير د هند پراكسيز به هم هائبرډ جنګ كښې هغه انجام او ذلت سره مخ شي: فيلډ مارشل سيد عاصم منير

مزید خبریں
پېنډۍ ۔30جولائی(اے پی پی) سر لښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منېر نشان امتياز (ملټري) وئيلي دي په معركه حق كښې د هند د ماتې خوړولو په څير د هند پراكسيز فتنة الخوارج او فتنة الهندوستان به هم په هائبرډ جنګ كښې دغسې انجام او ذلت سره مخ شي٬ د ترهګرۍ مخنيوي له يو قامي غبرګون ته اړتيا ده۔ د آئي اېس پي آر له مخې د شورو په ورځ د 16 م قامي وركشاپ بلوچستان ګډون كوؤنكو ته خپل خطاب كښې د پاك پوځ سرلښكر د ترهګرۍ لعنت نوغې ويستلو ٬ قامي همغږۍ ٬ انضمام او د بلوچستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د پوځ د نه بدلېدونكي عزم پخلے وكړو۔ په ګډون كوؤنكو كښې پارليماني غړي ٬ د سول سوسائټۍ او ميډيا استازي ٬ سركاري ملازمين ٬ د زده كړو پوهان او ځوانان شامل وو۔ د پاك پوځ سرلښكر د ترهګر پراكسيز د هند لخوا د ښكاره سرپرستۍ سخته غندنه وكړه او دا يۍ د بلوچستان د اولس وطن سره مينه په نخښه كولو له يوه ناكامه هڅه وګرځوله۔ ده ووئيل په معركه حق كښې ماتې خوړولو څخه وروستو هند اوس خپل ناوړه عزائم مخ په وړاندې بوتللو له خپل پراكسي جنګ زيات كړے دے۔ په دې لړ كښې د پوځ سر لښكر په خاص توګه د فتنة الخوارج او فتنة الهندوستان د پاكستان په ضد د هندي هائبرډ جنګ حواله وركړه۔ د پاك پوځ سرلښكر ووئيل دا پراكسيز به هغسې انجام او ذلت سره مخ شي كوم سره چې هند په معركه حق كښې مخ شوے ؤ۔ فيلډ مارشل په دې خبره زور راوړو چې ترهګر كوم مذهب ٬ فرقه ٬ نسل يا حدود نه مني له دې كبله مونږ له به په قامي كچه اجتماعي عزم سره په اتحاد ځواب وركول وي۔ فيلډ مارشل عاصم منېر په بلوچستان كښې د پرمختيائي اقداماتو په اهميت رڼا واچوله۔ ده د صوبائي او قامي پرمختګ مقاصد ترلاسه كولو له د ادارو ترمينځه د همكارۍ او همغږۍ قامي نقطه نظر په ضرورت زور راوړو۔ د پاك پوځ سرلښكر په منطقه كښې امن لپاره د پاكستان د عزم پخلي كولو سره د قامي چمتوالي اهميت په ډاګه كړو۔











