اسلام آباد۔30جولائی(اے پی پی) د وزيراعظم د صنعت او پېدوار خصوصي مرستيال هارون اختر خان سره د شورو په ورځ د نېشنل بنك آف پاكستان (اېن بي پي) صدر رحمت علي حسني ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې صنعتي پرمختګ لپاره د مالي مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع په صنعتي پورونو ٬ د سرمايه كارۍ په وده او د بنكارۍ څانګې او صنعتي همكارۍ مضبوطولو سره …
د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر سره د نيشنل بنك صدر ملاقات ٬ صنعتي پرمختګ لپاره په مالي مرسته د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔30جولائی(اے پی پی) د وزيراعظم د صنعت او پېدوار خصوصي مرستيال هارون اختر خان سره د شورو په ورځ د نېشنل بنك آف پاكستان (اېن بي پي) صدر رحمت علي حسني ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې صنعتي پرمختګ لپاره د مالي مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع په صنعتي پورونو ٬ د سرمايه كارۍ په وده او د بنكارۍ څانګې او صنعتي همكارۍ مضبوطولو سره په اړوندو چارو خبرې وشوې۔ هارون اختر خان ووئيل تلپاتې صنعتي پرمختګ لپاره مالي آسانيو ته وده وركول ضروري دي۔ ده د پورونو په وركولو كښې د نېشنل بنك د كردار ستائنه وكړه۔ ده ووئيل دا ډول مرسته د معشيت بهترۍ لپاره زياته مهمه ده۔ هارون اختر خان په دې خبره زور راوړو چې په پاكستان كښې سرمايه كاري زياتولو له به بنكونو له خپل مهم كردار ترسره كول وي او حكومت كاروباري ادارو لپاره د غوره مالي چاپېريال برابرولو عزم لري۔ د نېشنل بنک صدر رحمت علي حسني خصوصي مرستيال ته د حكومت صنعتي وژن كښې د بشپړه مرستې باور وركړو او د اقتصادي پرمختګ وده له د پرله پسې همكارۍ عزم يې هم څرګند كړو۔











