پاكستان به نړيوالو همكارانو سره په ګډه بشري قاچاق ختمولو ٬ بشري استحصال څخه پاكه نړۍ جوړولو له هڅې كوي: د صدر مملكت آصف علي زرداري پيغام

اسلام آباد۔30جولائی(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې 30 جولائي د بشري قاچاق په ضد نړيواله ورځ لمانځلې شي چې مقصد يۍ دې سره د مخ وګړو تحفظ او د بشري حقونو په ضد د روانو سنګينو خطرو په اړه اولسي شعور بېدارول دي٬ پاكستان به نړيوالو همكارانو سره په ګډه د بشري قاچاق ختمولو ٬ بشري استحصال څخه پاكه نړۍ جوړولو له هڅې كوي۔ د …

اسلام آباد۔30جولائی(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې 30 جولائي د بشري قاچاق په ضد نړيواله ورځ لمانځلې شي چې مقصد يۍ دې سره د مخ وګړو تحفظ او د بشري حقونو په ضد د روانو سنګينو خطرو په اړه اولسي شعور بېدارول دي٬ پاكستان به نړيوالو همكارانو سره په ګډه د بشري قاچاق ختمولو ٬ بشري استحصال څخه پاكه نړۍ جوړولو له هڅې كوي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې د بشري قاچاق په ضد د نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل چې د كال 2025 سرخط ” بشري قاچاق منظم جرم دے : د استحصال خاتمه وكړۍ” دے دا خبره په ډاګه كوي چې دا جرم د منظم نېټ وركس د لارې كولې شي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل بشري قاچاق نړۍ لپاره يو سنګين چېلنج دے كوم چې د لكھونو په شمېر وګړي اغېزمن كوي۔ بې وزلي ٬ شخړې ٬ لا علمي او غېر محفوظه كډوالي د بشري قاچاق بنييادي سببونه دي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل چې مېرمنې ٬ كوچنيان او وروستو پاتې طبقې سره تعلق رونكي د دې تر ټولو زيات ښكار دي۔ د بشري قاچاقبرو دلاسه په غېر محفوظ لارو د سفر په مهال هر كال د سوؤنو په شمېر كسان له خپلو قيمتي ځانونو څخه لاسونه وينځي۔ صدر آصف علی زرداری ووئيل د بشري قاچاق ختمولو له نړيوالې همكارۍ ٬ اولسي شعور بېدارولو او په ګډه هڅو كولو ته اړتيا ده۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان د بشري قاچاق مخنيوي له په سختو قوانينو او عصري اقداماتو عمل كوي۔ صدر آصف علی زرداری ووئيل د پاكستان اړوندې ايجنسۍ د بشري قاچاقبرو د نېټ وركس ماتولو او د مجرمانو انصاف سره د مخ كولو بشپړه هڅې كوي۔ صدر آصف علی زرداری ووئيل پاكستان به نړيوالو همكارانو سره په ګډه د بشري قاچاق ختمولو ٬ بشري استحصال څخه پاكه نړۍ جوړولو له هڅې كوي۔

مزید خبریں