د وزیراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان د فرانس د جیمز مینوفیکچرر سره مهم ملاقات، قانونی برآمدات ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 29 جولائی (اے پي پي) د وزیراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان د نهې په ورځ د فرانس جیمز مینوفیکچرر سره مهم ملاقات کړے چې پكښې جیمز اینډ جیولري په برآمدات، په دستاویزات عمل او ویلیو ایډېشن ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔هارون اختر خان په دې موقع ووئيل پاکستان د نړۍ د وړومبۍ صفِ د قیمتی كاڼو پیداواري هېوادونو كښې شامل دے خو د …

اسلام آباد 29 جولائی (اے پي پي) د وزیراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان د نهې په ورځ د فرانس جیمز مینوفیکچرر سره مهم ملاقات کړے چې پكښې جیمز اینډ جیولري په برآمدات، په دستاویزات عمل او ویلیو ایډېشن ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔هارون اختر خان په دې موقع ووئيل پاکستان د نړۍ د وړومبۍ صفِ د قیمتی كاڼو پیداواري هېوادونو كښې شامل دے خو د دې باوجود د جیم سټونز رسمي برآمدات يواځې يو څو ملیونه ډالره ته محدود دي۔ده ووئيل پاکستان په اربونو ډالره مالیت د قیمتی كاڼو (جیمز) پانګي لري خو د بده مرغه زياتره برآمدات غیر دستاویزی طریقو سره كيږي۔ده انکشاف وكړو چې پاکستان څخه د كال نزدې 2 اربه ډالره سره زر په غیر قانونی او غیر دستاویزي ډول برآمد کیږي كوم چې نه يواځې قامي خزانې لپاره زيان دے بلکه سرمایه کارو لپاره هم يوه سنجیدہ مسئله ده۔د وزیراعظم خاص مرستيال جیمز اینډ جیولري سره تعلق لرونكو ډلو ډلو سره په سمدستي توګه د غونډي رابللو سپارښتنه وګړه دغسې چې دې څانګه كښې اصلاحات، مرستې او د قانوني برآمدات ودي ته عملی شکل وركړے شي

مزید خبریں