اسلام آباد 29 جولائی (اے پي پي) د قامي صحت وفاقی وزیر سید مصطفی کمال وئيلي دي د صحت د ټولو پالیسيو مرکز بايد د اولس صحت وي، زمونږ خوب د صحت مندې ټولنې تعبير دے د كومې بنياد چې د مور بچي د صحت نه پېل كيږي، هر كال د حمل په مهال 11 زره ميرمني په حق رسيږي،پاکستان كښې د زيږدني شرح 3.6 ده،دې شرح سره كوم هم …
زمونږ خوب د صحت مندې ټولنې تعبير دے، پاکستان كښې د زيږدني شرح 3.6 ده، د صحت ج اسانيو كمے كوم هم هېواد نشي زغملے۔ د روغتيا وفاقی وزیر

مزید خبریں
اسلام آباد 29 جولائی (اے پي پي) د قامي صحت وفاقی وزیر سید مصطفی کمال وئيلي دي د صحت د ټولو پالیسيو مرکز بايد د اولس صحت وي، زمونږ خوب د صحت مندې ټولنې تعبير دے د كومې بنياد چې د مور بچي د صحت نه پېل كيږي، هر كال د حمل په مهال 11 زره ميرمني په حق رسيږي،پاکستان كښې د زيږدني شرح 3.6 ده،دې شرح سره كوم هم هېواد پرمختګ نه شي كولے،كوم هم هېواد داسې نظام نه شي زغملے چرته چې د صحت اسانيو كمے وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پاکستان او د روغتيا نړيوالي ادارې (ډبلیو ایچ او) ترمينځه ماشومانو ته د کینسر ويړيا داروګانو تر رسني په اړه د ایل او اے د لاس ليك دستورې په مهال وكړه۔ وفاقي وزیرِ مصطفیٰ کمال په دې موقع د نېشنل هیضه کنټرول پلان 28-2025 پرانسته هم وكړه ۔ ده ووئيل دې سره به هر كال 8 زره ماشومانو ته د کینسر ويړيا داروګان وركولې شي۔ده ووئيل د پاکستان ګلوبل پلیټ فارم چائلډ هوډ کینسر میډیسن كښې د شاملولو مقصد ماشومانو كښې د کینسر څخه د تحفظ شرح 30 فیصد څخه 60 فیصد ته رسول دي۔ده ووئيل د لوظنامي ترمخه ډبلیو ایچ او د روغتيا قامی وزارت تکنیکی مرسته كوي۔ده ووئيل د لوظنامي ترمخه یونیسف به د داروګانو اخستلو او پاکستان له د داروګانو وركولو ذمه وار وي۔ وفاقي وزیر د افسوس څرګندونې سره ووئيل کم او د مينځني درجې آمدن لرونكو هېوادونو كښې ماشومانو كښې د کینسر له امله د مرګ شرحِ تر 70 فیصد ده۔ده ووئيل كه مونږ د ناروغيو مخنيوي كښې ناكامه شو نو لوئ بحران پيدا كيدے شي۔ وفاقی وزیر ووئيل نن زمونږ لپاره موقع ده ، چې مونږ د نړيوالو پروګرامونو شراکت دار جوړ شو۔ده ماشومان د کینسر څخه ساتلو له د داروګانو د وركولو په اقدام د یونیسف، د روغتيا نړيوالي ادارې پشمول د ټولو شراکت دارو مننه وكړه ۔ ده ووئيل پاکستان كښې د صحت نظام د فشار ښکار دے،مونږ له د مسئلو پيژندنې ته اړتيا ده،بايد مونږ تورونه ونه لګوو بلکه حکومت او اولس په ګډه د خپلي خپلي برخي كار وكړو











