اسلام آباد۔29جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په ملګرو ملتونو كښې په دوه رياستي حل نړيوال كنفرنس كښې د كوېت خارجه وزير اے آل یحییٰ سره ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر وياند له مخې دواړو لارښودو تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان ٬ فوډ سكيورټي او د دفاع څانګو كښې همكارۍ ته خاص پام ګرځولو سره د پاكستان او كوېت د دوه اړخيره اړيكو لا …
د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د كويت خارجه وزير ال یحییٰ سره ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔29جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په ملګرو ملتونو كښې په دوه رياستي حل نړيوال كنفرنس كښې د كوېت خارجه وزير اے آل یحییٰ سره ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر وياند له مخې دواړو لارښودو تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان ٬ فوډ سكيورټي او د دفاع څانګو كښې همكارۍ ته خاص پام ګرځولو سره د پاكستان او كوېت د دوه اړخيره اړيكو لا مضبوطولو امكاناتو جاج واغست۔ دوئي د ملګرو ملتونو او او آئي سي په شمول په څو اړخيزه فورمونو نزدې همكارۍ هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو دوه اړخيزه اړيكو ته لا وده وركولو له په نزدې سباؤن كښې د اعلی كچې په تبادلو اتفاق هم وكړو۔ د فلسطيني وګړو په ضد د اسرائيلي جارحيت په روانو كارروائيو او په غزه كښې په ناوړه شوي بشري وضعه ژوره اندېښنه څرګندولو سره دواړو وزيرانو د عادلانه او تلپاتي حل په فوري حاجت زور راوړو۔ دوئي هيله څرګنده كړه چې د كنفرنس نتيجې به د دوه رياستي حل په ترلاسه كولو كښې بشپړ كردار ترسره كړي۔











