د هېواد استحکام او د معيشت مضبوطيا لپاره سياسي استحکام او د پاليسو دوام ته اړتيا ده ٬ حكومت سږ كال د آزادۍ ورځې دستورې د معركه حق سره د لمانځلو پرېكړه كړې۔ وفاقي وزير احسن اقبال

کراچۍ 28 جولائي (اے پي پي) د پرمختګ او منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي حكومت سږ كال د آزادۍ ورځې دستورې د معركه حق سره د لمانځلو پرېكړه كړې ده، د 7 نه تر 14م اګست ټوله اوونۍ به دستورې كېږي او ټول قام كه يو خوا د خپلې آزادۍ شكرانې لپاره سرپه سجده كېږي نو هلته به د معركه حق په صورت په دې شانداره كاميابۍ …

کراچۍ 28 جولائي (اے پي پي) د پرمختګ او منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي حكومت سږ كال د آزادۍ ورځې دستورې د معركه حق سره د لمانځلو پرېكړه كړې ده، د 7 نه تر 14م اګست ټوله اوونۍ به دستورې كېږي او ټول قام كه يو خوا د خپلې آزادۍ شكرانې لپاره سرپه سجده كېږي نو هلته به د معركه حق په صورت په دې شانداره كاميابۍ د خوشحالۍ څرګندونه هم كوي۔ دا خبره د ګل په ورځ په كراچۍ پرېس كلب كښې د پرېس كنفرنس په مهال كړې۔ ده ووئيل حكومت سږ كال د آزادۍ ورځې دستورې د معركه حق سره د لمانځلو پرېكړه كړې ده، د 7 نه تر 14م اګست ټوله اوونۍ به دستورې كېږي او ټول قام كه يو خوا د خپلې آزادۍ شكرانې لپاره سر په سجده كېږي نو هلته به د معركه حق په صورت په دې شانداره كاميابۍ د خوشحالۍ څرګندونه كوي۔ده ووئيل پاك پوځ د هندي جارحيت په ضد چې كومه كاميابي ترلاسه كړې ٬ دې سره په ګرده نړۍ كښې د پاكستان تشخص او عزت لوړې كچې ته رسېدلے۔ ده ووئيل د هېواد استحکام او د معيشت مضبوطيا لپاره سياسي استحکام او د پاليسيو دوام ته اړتيا ده۔ ده ووئيل زمونږ ځواكونو دا ثابت كړ چې معرکه حق يوازې نعره نه بلكې د اصولي طاقت نظريه ده۔ ده ووئيل د آزادۍ دا ورځ زمونږ لپاره ډېره خاص ده كومې چې د پاكستان په اولس كښې نوې باور او نوې اميد پېدا كړے دے۔ ده ووئيل چې لكه څنګه مونږ په آپريشن بنيان مرصوص كښې د جنګ په مېدان كښې هند ته ماتې وركړې دغسې به ډېر زر د معيشت په مېدان كښې هم پاكستان د لاسه وركړے مقام بيا تر لاسه كړي ٬ څنګه به چې په سوئيلي آسياء پاكستان د نمبرون معيشت په توګه پېژندلے كېدو۔ ده ووئيل حكومت په 31 دسمبر كال 2024 د اړان پاكستان په نامه د ترقۍ منصوبه وړاندې كړې چې مقصد ئې تر كال 2035 پاكستان د يو ټرلين ډالرو اكانومي ته رسول دي او په دې منصوبې د حكومت ټولې څانګې او وزارتونه د وزيراعظم شهبار شريف په مشرۍ كښې كار كوي۔ ده ووېيل مونږ د آئي اېم اېف په دې پروګرام هم عمل كوٶ كوم چې د پاكستان د معيشت بحالۍ لپاره دے۔ د كے-فور منصوبې د پوښتې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل دا منصوبه مونږ خپل تېر حكومت كښې اعلان كړې وه چې پكښې بيا د ډيزائن مسئله رامخې ته شوه٬ ھغه وخت په دې منصوبه د لګښت اندازه 120 اربه روپۍ مقرر شوې وه او اوس د دې منصوبې لګښت د 140 نه تر 160 اربه ورپو ته رسېدلے او اوس به په دې منصوبه وفاقي حكومت مصرف كوي او هيله لرو چې دا منصوبې به د سږني كال ترپائې يا د بل كال تر پېل بشپړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې احسن اقبال ووئيل د تحريك انصاف باني سياسي بنديوان نه دے ھغه يو سزا وار مجرم دے او د ھغه په ضد د 190 ملين فاٶنډ د غلا كېس دے او په دې لړ كښې هر ډول دستاويزې ثبوت موجود دے۔

مزید خبریں