د ترکيه صدر رجب طيب اردوان د اسلامي نړۍ قوي٬ با اصوله او جرات لرونكے لارښود دے، رجب طيب اردوان په هر فورم د فلسطينيانو او د اسلامي نړۍ حقونو لپاره غږ پورته كړے۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د ډاکټر فرقان حميد د کتاب مخ كتنې دستورې ته وېنا

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د ترکيه صدر رجب طيب اردوان د اسلامي نړۍ قوي٬ بااصوله او جرات لرونكے لارښود دے چا چې نه يوازې د تركيه رغونه او پرمختګ كښې ځانګړے كردار لوبولے بلكې د اسلامي نړۍ حقونو يې لپاره غږ پورته كړے، د هغوي په قيادت كښې د پاكستان او تركيه ترمېنځه د ورورولۍ اړيكې لا …

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د ترکيه صدر رجب طيب اردوان د اسلامي نړۍ قوي٬ بااصوله او جرات لرونكے لارښود دے چا چې نه يوازې د تركيه رغونه او پرمختګ كښې ځانګړے كردار لوبولے بلكې د اسلامي نړۍ حقونو يې لپاره غږ پورته كړے، د هغوي په قيادت كښې د پاكستان او تركيه ترمېنځه د ورورولۍ اړيكې لا مستحكمې شوي ٬ د غزه او فلسطين د مسلمانانو غږ په هر فورم په پورته كولو رجب طيب اردوان ته سلام كوٶ۔ ده دا خبره د ګل په ورځ د قامي ژبې د ودې په اداره كښې د نوموړي محقق٬ سينئر خبريال او د ترکيه راډيو اينډ ټيلي ويژن( ټي آر ټي) د اردو سروس مشر ډاکټر فرقان حميد د کتاب “رجب طيب اردوان ٬ د عالم اسلام ټائيګر” د مخ كتنې دستورې ته خپلې وېنا كښې كړې ۔ په دستوره كښې د ترکيه، آذربائيجان، ترکمانستان، قازقستان، ازبکستان او روانډا سفيرانو او ډاکټر فرقان حميد، خبريالانو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو شخصيات ګډون وكړو ۔ وفاقي وزير ووئيل د رجب طيب اردوان په قيادت او خدمات د ليكلي شوي كتاب د مخ كتنې دستوره كښې ګډون زما لپاره د اعزاز خبره ده٬ صدر اردوان د عوامي قيادت، بصيرت او فلاحي وژن ھغه د تركيه نه بلكې د اسلامي نړۍ قائد ګرځولے٬ هغه جسټس اينډ ډويلپمنټ پارټي په يو سياسي ګوند بدله كړې كومه چې اولس سره تعلق لري او جرړې ئې د ټولنې تر بنيادونو خپرې شوې دي۔ ده زياته كړه چې صدر ايردوان نه يوازې د پاكستان په قيادت بلكې د اولس سره هم خپل روحاني تعلق جوړ كړے دے ۔ د اطلاعات وزير ووئيل د رجب طيب اردوان په تقريرونو كښې د علامه اقبال د شاعرۍ حواله وركول په اصل كښې پاكستان سره د ھغوي د زيات عقيدت ثبوت دے۔

مزید خبریں