اسلام آباد۔28جولائی(اے پی پی) د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې د هېپاټائټس نړيواله ورځ د ګل په ورځ د جولائي په 28 مه نېټه ولمانځلې شوه٬ د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبليو يچ او) په مشرۍ كښې هر كال دا ورځ په نړيواله كچه لمانځلې شي چې مقصد يۍ د دې رنځ ختمول دي٬ ډبلیو اېچ او د پرمختيائي هدفونو لاندې تر كال 2030 د هېپاټائټس ختمولو ډېډ لائن …
د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې د تور زيړي نړيواله ورځ د ګل په ورځ ولمانځلې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد۔28جولائی(اے پی پی) د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې د هېپاټائټس نړيواله ورځ د ګل په ورځ د جولائي په 28 مه نېټه ولمانځلې شوه٬ د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبليو يچ او) په مشرۍ كښې هر كال دا ورځ په نړيواله كچه لمانځلې شي چې مقصد يۍ د دې رنځ ختمول دي٬ ډبلیو اېچ او د پرمختيائي هدفونو لاندې تر كال 2030 د هېپاټائټس ختمولو ډېډ لائن ټاكلے دے۔ د روان كال په مهال د هېپاټائټ سرخط’’ راځۍ چې دا رنځ ختم كړؤ” غوره كړے شوے۔ دا خبره دې ياده وي چې 28 جولائي د نوبل انعام ترلاسه كونكيې سائنسمدار د زېږېدنې ورځ ده چا چې د هېپاټائټس بی وائرس درك لګولو سره د دې تشخيص او وېكسين جوړولو سره د دې درملنې ممكن كړې۔ هېپاټائټس يو موذي رنځ دے دا د اے بي سي ډي او اي په شكل كښې بېل قسمونه لري۔ دا رنځ يو خطرناك وائرل رنځ دے كوم چې د انسان په ځيګركښې انفېكشن پېدا كوي او په وخت د دې درملنې نه كولو له امله د ځيګر د كېنسر سبب هم جوړېږي۔ دا رنځ په هغه سيمو كښې زيات خپرېږي چرته چې د څښلو د پاكو اوبو كمے وي۔ د دې په علامات كښې د ستومانۍ محسوسېدل ٬ نه لوږه نه لګېدل ٬ په خېټه كښې په زياتره وختونو دړد راتلل ٬ تبه ٬ د سترګو او پوستكي زيړېدل وغېره شامل دي۔ د روغتيا نړيوالې ادارې له مخې په نړيواله كچه د مرګونو 8 م لويې سبب هم دا تور زيرے دے۔ په دې رنځ قابو موندلو له په ځايي او نړيواله كچه هڅې روانې دي۔ په دې موقع د سركاري ٬ غېر سركاري ٬ نجي او طبي ادارو تر سېوري لاندې پروګرامونه او دستورې وكړې شوې دغسې چې د هېپاټائټس خپرېدو مخنيوي لپاره اولسي شعور بېدار كړے شي











