حکومت د ډیجیټل ادائيګو او د پيسو ډیجیټل منتقلۍ ډاډګېرنه كوي: وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔28جولائی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي حکومت د ډیجیټل ادائيګو او د پيسو ډیجیټل منتقلۍ ډاډ ګېرنه كوي٬ د ډيجيټائزېشن ټرانسفارمېشن پلان دې فعاله او بشپړ عمل درآمد لپاره صوبائي حكومتونو سره مشاورت وكړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپله مشرۍ كښې كېشن لېس او ډيجيټل اكانومي په اړه د اړوندو اقداماتو جاج اغستو غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ د ګل په ورځ د …

اسلام آباد۔28جولائی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي حکومت د ډیجیټل ادائيګو او د پيسو ډیجیټل منتقلۍ ډاډ ګېرنه كوي٬ د ډيجيټائزېشن ټرانسفارمېشن پلان دې فعاله او بشپړ عمل درآمد لپاره صوبائي حكومتونو سره مشاورت وكړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپله مشرۍ كښې كېشن لېس او ډيجيټل اكانومي په اړه د اړوندو اقداماتو جاج اغستو غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د خزانې او محصولات وفاقي وزير اورنګزیب، د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چیمه، د آئي ټي او ټیلی کام وفاقي وزيرې شزا فاطمه، د خزانې او رېلوے وزير مملكت بلال اظهر كياني ٬ د څلورو واړو صوبو ٬ ګلګت او بلتستان چيف سېكرټريز ٬ د آئي سي ټي چيف كمشنر او د اړوندو نورو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل حکومت د ډیجیټل ادائيګو او د پيسو ډیجیټل منتقلۍ ډاډګېرنه كوي۔ ده هدايت وكړو په ډيجيټائزېشن ټرانسفارمېشن پلان دې فعاله او بشپړ عمل درآمد لپاره صوبائي حكومتونو سره مشاورت وكړے شي۔ وزيراعظم ووئيل د معيشت ډيجيټائزېشن سره به سپېځلتيا لا وده ومومي۔ ده زياته كړه چې د وفاقي حكومت د ډيجيټائزېشن ټرانسفارمېشن بنيادي مقصد اولس لپاره له كومو اضافي خرڅونو پرته آسانۍ برابرول دي۔ په غونډه كښې د معيشت ډیجیټائزېشن په ړه په شوي پېشرفت هم بريفنګ وركړے شو په كوم كښې چې ووئيل شول نېشنل ډیجیټل کمېشن او پاکستان ډیجیټل اتھارټی جوړ كړې شوي او دې سره اړوند ضروري رولز هم وضعه كړې شوي دي٬ د پاکستان ډیجیټل اتھارټی د چیئرپرسن او غړو د تعيناتۍ عمل په وروستو پړاؤنو كښې دے او د مرچنټ آن بورډنګ فرېم ورك اجراﺀ په 25 جولائي 2025 شوې ده

مزید خبریں