د هیپاټائټس په ضد فعاله ستړو لپاره به بشپړه او منظمه تګلاره وضعه كول وي ٬ د صدر مملكت آصف علي زرداري د هیپاټائټس نړيوالې ورځې په موقع پيغام

اسلام آباد۔28جولائی(اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې د هېپاټائټس په ضد فعاله ستړو لپاره به بشپړه او منظمه تګلاره وضعه كول وي ٬ مونږ له به په پراخه كچه اولسي شعور بېدارول ٬ ویکسینیشن، په وخت اسکریننګ او درملنو ته لاس رسي باوري كول وي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د هيپاټائټس نړيوالې ورځې په موقعه جاري شوي خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل …

اسلام آباد۔28جولائی(اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې د هېپاټائټس په ضد فعاله ستړو لپاره به بشپړه او منظمه تګلاره وضعه كول وي ٬ مونږ له به په پراخه كچه اولسي شعور بېدارول ٬ ویکسینیشن، په وخت اسکریننګ او درملنو ته لاس رسي باوري كول وي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د هيپاټائټس نړيوالې ورځې په موقعه جاري شوي خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل د هېپاټائټس نړيواله ورځ دې عزم سره لمانځلې شي چې د دې خطرناك رنځ په اړه دې اولسي شعور بېدا كړے شي او ددې د خپرېدو مخنيوي او په دې قابو موندلو له دې په ګډه اقداماتو ته وده وركړې شي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې هېپاټائټس د صحت عامه يوه سنګينه مسئله ده چرته چې د لكھونو په شمېر وګړي په تشخيص كښې د تاخير ٬ ناكافي خبرتيا او د غېر مؤثره طبي آسانيو له امله خاموشۍ سره دې رنځ سره مخ كيږي۔ ده ووئيل ھېپاټائټس رنځ ته خاموش قاتل وئيلې شي ولې چې دا رنځ په زياترو وختونو كښې په داسې سټېچ رامخے ته كيږي كله چې دې جګر ته نه ترسره كېدونكې زيان رسولے وي۔ ده ووئيل د هېپاټائټس په ضد فعاله ستړو له به يوه منظمه تګلاره وضعه كول وي ٬ مونږ له به په دې اړه اولسي شعور بېدارولو له كمپائن چلول وي ٬ دغسې وېكسينېشن ٬ په وخت سكريننګ او درملنو ته لاس رسي به باوري كول وي۔ ده ووئيل دا خذمات به په خاص توګه لرو پرتو سيمو ته رسول وي۔ صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل زه په دې مهمه ورځ ټولو فريقو ٬ حكومتي ادارو ٬ طبي پوهانو ٬ نجي څانګې ٬ ميډيا او سول سوسائټۍ ته اپېل كوم چې هغوي دې د يوې فعاله او ګډې تګلارې لاندې د هېپاټائټس په ضد يو ځايې كېدو سره كار وكړي۔ مونږ اجتماعي هڅو سره په دې چېلنج قابو موندلے شوو۔ صدر مملكت ووئيل دا ورځ مونږ ته دا خبره يادوي چې د هېپاټائټس درملنې ممكن دي او ددې رنځ مخنيوې كېدې شي۔ ده زياته كړه چې مونږ په ګډه هڅې كولو سره دې چېلنج ته ماتې وركولے او يو صحتمند او هېپاټائټس څخه پاك پاكستان پلو مخ په وړاندې تللې شوو۔

مزید خبریں