بهر هيوادونو كښې ميشته پاكستانيان د هيواد سرمايه دي٬ افغانستان سره خواخوږي او پرمختګ او سوكالۍ كښې يۍ خوښي لرؤ٬ پاكستان امن خوښوونكے هيواد دے او په سولييز ډول پاتے كيدو باور لري٬ مونږ هندي پروپيګنډا په ډاګه كړه : اسحاق ډار

نیویارک۔27جولائی (اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د حكومتي هڅو په نتيجه كښې قامي معيشت كښې بهتري رامخې ته شوې ده ٬ په بهر هيوادونو كښې ميشته پاكستانيان د هيواد سرمايه دي ٬ مونږ افغانستان سره خواخوږي او پرمختګ او سوكالۍ كښې يۍ خوښي لرؤ٬ پافغانستان ته مو وئيلي دي چې خپلو خاورو د پاكستان په ضد كارول كېدو له ورنكړي ٬ هېواد …

نیویارک۔27جولائی (اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د حكومتي هڅو په نتيجه كښې قامي معيشت كښې بهتري رامخې ته شوې ده ٬ په بهر هيوادونو كښې ميشته پاكستانيان د هيواد سرمايه دي ٬ مونږ افغانستان سره خواخوږي او پرمختګ او سوكالۍ كښې يۍ خوښي لرؤ٬ پافغانستان ته مو وئيلي دي چې خپلو خاورو د پاكستان په ضد كارول كېدو له ورنكړي ٬ هېواد څخه د ترهګرۍ ناسور ختمولو عزم لرؤ ٬ سيمه ايزو رابطو ته وده وركولې شي ٬ په سفارتي كچه دا مهال پاكستان زيات متحرك دے ٬ زمونږ هدف د هېواد په جي 20 كښې شاملېدل دي٬ په هېواد كښې معاشي استحكام رامخے ته شوے دے ٬ د زر مبادلې پنګې ورځ په ورځ مخ په زياتېدو دي٬ د ګرانۍ شرح كمه شوې ده ٬ د ډيفالټ خطره مو دفن كړې ده٬ پاكستان د هر يو هېواد د سيمه اييزې سلامتيا او خپلواكۍ احترام كوي٬ اكستان امن خوښوونكے هيواد دے او په سوله باور لري٬ مونږ هندي پروپېګنډه نړۍ ته په ډاګه كړه او د هندي جارحيت مو خله ماتې ځواب وركړو٬ پاكستان د هند 4 رافيل الوتكې ويشتلو سره د هند غرور خاورو سره سم كړو٬ د پهلګام پېښی په بهانه هند چې كوم اقدامات وكړل د هغې هم هغسې ځواب وركړے شو۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په نيويارك كښې پاكستاني كميونټي ته خپل خطاب كښې وكړه۔ سېنېټر اسحاق ډار ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې زمونږ حكومت د معاشي او سياسي چېلنجونو مقابله وكړه٬ پاك هند شخړو وروستو رامخې ته شوه۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د معيشت حوالې سره زياته بهتري رامخې ته شوې ده۔ ده ووئيل د مسلم ليګ نون حكومت د 4 كلونو په موده كښې ښكاره معاشي او اقتصادي كاميابۍ ترلاسه كړې۔ نائب وزیراعظم ووئيل يو وخت ؤ چې د نړيوالو اقتصادي پوهانو تجزيه وه چې پاكستان سخت صورتحال څخه وتلو كښې 12 څخه تر 15 كلونو مودې ته اړتيا لري خو مونږ په ډېر كم وخت كښې په مشكلاتو قابو وموندلو۔ ده ووئيل پاکستان تر كال 2017 د هېواد په 70 كلن تاريخ كښې په اولني ځل د آئي اېم اېف اصلاحات پروګرام بشپړ كړو۔ ده ووئيل د افراط زر شرح 3.59 فیصد ته راغله٬ د زر مبادله پنګې زياتې شوې ٬ د جي ډي پي شرح 6.3 فیصد ته رسېدلې وه او مونږ 7 څخه تر 8 فیصد تخمينه لګولې وه۔ ده ووئيل پاكستان په كال 2017 كښې د نړۍ 24 مې لوے معيشت جوړ شوے ؤ او ځينې ادارو خيال ؤ چې پاكستان به كال 2030 څخه وړاندې په جي 20 هېوادونو كښې شامل شي۔ ده ووئيل د كال 2017 څخه تر كال 2022 موده كښې د پاكستان معيشت په شا روان شو۔ پاكستان د نړۍ 24 معيشت څخه 47 مې درجې ته لاړو۔ سېنېټر اسحاق ډار ووئيل پخواني وزيراعظم نواز شريف دغه مهال د عدم اعتماد يوه سخته پرېكړه وكړه او پاكستان يۍ د ډيفالټ كېدو خطر څخه بهر كړو۔ د عدم اعتماد له كاميابۍ وروستو شهباز شريف وزيراعظم غوره كړے شو او د 16 مياشتو حكومت كښې د پاك پروردګار په توفيق سره مونږ شپه او ورځ خواري كولو سره هېواد سخت صورتحال څخه بهر كړو۔ سېنېټر اسحاق ډار ووئيل دغې څخه وروستو ټاكنې وشوې او وزيراعظم شهباز شريف خپلو اتحاديانو سره په ګډه حكومت جوړ كړو۔ ده ووئيل د پاكستان ديفالټ كېدو سره د مخ كېدو خطرې اوس ختمې شوې دي۔ د قامي معيشت موجوده صورتحال په اړه اسحاق ډار ووئيل د افراط زر شرح كوم چې 30 فیصد ته رسېدلې وه اوس ښكته راغلې ده٬ د زر مبادله پنګې مخ په زياتېدو دي۔ ده ووئيل قامي معيشت مستحكم شوے دے۔ پاكستان د نړۍ د 47 م معيشت په ځايې اوس 40 معيشت جوړ شوے دے خو مونږ غواړو چې د خپل حكومت مودې له ختمېدو څخه وړاندې په جي 20 كښې شامل شوو يا دې ته نزدې شوو۔ نائب وزير ووئيل پاكستان په نړيواله ورورلۍ كښې هم مهم سفارتي حېثيت ترلاسه كړے دے۔ ده ووئيل د تېره دوه كلونو په مهال مونږ د افغانستان حوالې سره زياته خواري كړې ده او مونږ غواړؤ چې د پاكستان ازبكستان او افغانستان ترمينځه د رېل د لارې رابطقې قائمې كړې شي۔ ده ووئيل پاكستان د ترهګرۍ ختمولو او سيمه ايز استحكام باوري كولو له لويه سرمايه كاري وكړه او ددې مثبتې نتيجې رامخې ته شوې۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې د افغانستان خاوره دپاكستان په ضد ترهګرۍ لپاره ونه كارولې شي۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير د امريكا اوسنۍ دورې په اړه خپلو خبرو كښې ووئيل پاكتسان په كال 2012 كښې د سلامتي كونسل غېر مستقل غړے ټاكلے شوے ؤ او دغه مهال مونږ د يو ووټ برترۍ سره كامياب شوے وو خو اوس پاكستان ښكاره سفارتي كاميابۍ ترلاسه كړې د او د روان كال په ټاكنو كښې مونږ د 5 په مقابله كښی 182 ووټونه ترلاسه كولو سره كامياب شوي يوو۔ ده وئيل روانه مياشت پاكستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل مشري سنباله كړې ده او زه د ايو اېن اېس سي غونډې مشري كولو په خاص توګه دلته راغلے يم۔ نائب وزيراعظم ووئيل زمونږ دا حكومت پالېسي دا ده چې په نړيواله كچه دے د پاكستان سفارتي كردار ته د پاك چين اړيكو په تناظر كښې ونه كتلے شي ٬ مونږ امريكا سره هم مستحكمې سفارتي اړيكې غواړؤ۔ ده ووئيل مونږ د ډاكټر عافيه صديقي خوشې كولو له سفارتي او قانوني هڅې كړي دي٬ د دې د خوشې كولو عمل قانون سره تړلے دے او دا دے پي ټي آئي د مؤسس پرېښودلو سره ونه تړلے شي۔ ده ووئيل عافيه صديقي د پاكستان لور ده او د هغې خوشې كول زمونږ د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده ووئيل د عافيه صديقي معامله دې خپل سياست لپاره ونه كارولې شي۔ نائب وزيراعظم ووئيل هندوستان به د رافيل الوتكو په اړه لويې ادعاګنې كولې خو د پاك پروردګار په فضل مونږ 4 رافيل الوتكې نسكورې كړې۔ ده ووئيل د پهلګام پېښې په وخت زه وزيراعظم سره د تركيه په دوره وم۔ هند د دغې پښې په دويمه ورځ د خپلې قامي سلامتيا كمېټۍ په غونډه كښې د پاكستان نامه اغستو څخه پرته 5 لويې پرېكړې وكړې۔ په كومو كښې چې زمونږ د سفارتي عملې كمولو ٬ د پوځي اتاشي هېواد څخه د ويستلو ٬ د اټاري بارډر بندولو ٬ هند څخه د وېزې لرلو باوجود د پاكستاني وګړو د ويستلو او د سندھ طاس لوظ نامې معطل كول پرېكړه شامل وه۔ ده ووئيل مونږ هم د هند د اقداماتو د ځواب وركولو پرېكړه وكړه۔ ده ووئيل مونږ پروازونو لپاره خپله فضا بند كړه چې ورسره د هغوي ایئر لائنز ته زيات زيان ورسېد۔ ده ووئيل د 29 او 30 اپرېل په شپه د هند 6 الوتكې په فضا كښې پورته شوې خو پاك فضائيه الرټ ليدلو سره په سرينګر كښې كوزې شوې۔ ده ووئيل د 6 او 7 مئی په منځومانۍ شپاه كښې 75 څخه تر 80 هندي الوتكې په فضا كښې موجود وې د كومه مخه نيولو لپاره چې پاكستاني شاهين الوتكې هم تيارې وې۔ ده ووئيل د هندي جارحيت په مقابله كښې پاك پروردګار پاكستان ته فتح وركړه۔ 6 هندي الوتكې چې په كښې 4 رافيل هم وې نسكورې كړې شوې۔ د هند خارجه دفتر د پاكستان لخوا په 15 پوځي تنصيباتو د بريد بې بنسټه ادعا وكړه۔ هند د اېف 16 الوتكې ويشتلو ادعا وكړه كومه چې اېف 16 الوتكه جوړونكې كمپنۍ مسترد كړه۔ ده ووئيل د فيلډ مارشل سيد عاصم منېر په مشرۍ كښې د پاكستان وسله وال پوځ او حكومت د كاميابۍ مظهر جوړ شوے دے او د معيشت په شمول د دفاع په څانګو كښې ښكاره كاميابۍ ترلاسه شوي دي۔ خارجه وزير ووئيل د 9 مئي په شپه د وزيراعظم په مشرۍ كښې د وسله والو ځواكونو او سول مشرانو ملاقات وكړو د هندي جارحيت بشپړ ځواب كولو پرېكړه يۍ وكړه۔ دغسې څخه وروستو وزيراعظم وسله والو ځواكونو ته د ځواب كولو اجازه وركړه۔ د سهار 4 بجو څخه تر 8 بجو مونږ هند ته خله ماتې ځواب وركړو۔ ده ووئيل كله چې هند ته د ځواب وركولو پړاؤ ترسره شو نو ما سره د امريكا خارجه وزير تماس ونيولو او دا يۍ ووئيل چې هند جنګ بندۍ ته تيار دے۔ په دې ما ووئيل مونږ خو جنګ نه دے پېل كړے او نه مونږ په جنګونو باور لرؤ ولې چې دا منطقه جنګ زغملې نه شي ٬ كه هند جنګ بندول غواړينو مونږ هم تيار يوو۔ دې څخه وړاندې امريكائي خارجه وزير آرمي چيف سره هم خبره كړې وه۔ ده ووئيل امريكائي چارواكو سره رابطې څخه ورستو په 45 دقيقې كښې دننه سعودي ولي عهد ماسره ټېلېفوني تماس ونيولو او د جنګ بندۍ په اړه يۍ رايې وغوښتله۔ دغې څخه وروستو جنګ بندي وشوه او تر دې دمه په دې عمل روان دے۔ ده ووئيل مونږ كله هم د جنګ بندۍ خواست نه دے كړے۔ زمونږ مېړنو ځواكونو د فيلډ مارشل سيد عاصم منېر په مشرۍ كښې د تاؤ تريخوالي په مهال د مړانې څرګندونه وكړه او په دغه شخړه كښې يۍ هند بدترينې ماتې سره مخ كړو۔ په دستوره كښې په امريكا كښې د مېشته پاكستانۍ ورورولۍ نوموړو وګړو ګډون وكړو۔

مزید خبریں