اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مظفر آباد كښې د شهيد مېجر رب نواز استوګنې ته لاړو او د هغه پلار ٬ ورور او د كورنۍ نورو كسانو سره يۍ ملاقات او غمرازي وكړه۔ دې ځايې څخه د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير محسن نقوي د شهيد مېجر رب نواز مړانې ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وفاقي وزير د شهيد مېجر …
وفاقي وزير محسن نقوي د شهيد ميجر رب نواز كورنۍ سره غمرازي وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔27جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مظفر آباد كښې د شهيد مېجر رب نواز استوګنې ته لاړو او د هغه پلار ٬ ورور او د كورنۍ نورو كسانو سره يۍ ملاقات او غمرازي وكړه۔ دې ځايې څخه د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير محسن نقوي د شهيد مېجر رب نواز مړانې ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وفاقي وزير د شهيد مېجر رب نواز د پلار او ورور حوصله او جذبه ستائلو سره ووئيل كوم قام چې ستاسو په څير لوړه حوصله لرونكے پلار او ورور لري هغې ته څوك هم ماتې وركولې نه شي۔ محسن نقوی ووئيل مېجر رب نواز د فتنة الهندوستان ترهګرو په ضد مړانې سره د جنګ كولو په مهال په مورني هېواد خپل ځان قربان كړو۔ هغه د قام اتل دے او تل به زمونږ په زړونو كښې ژوند كوي۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ د شهيدانو كورنيو سره يو برابر ولاړ يوو او تل به يوو۔ محسن نقوی ووئيل ټول قام د خپلو شهيدانو په سترو قربانيو وياړي۔ دا خبره دې ياده وي چې مېجر رب نواز څو ورځې وړاندې د بلوچستان په آواران سيمه كښې د فتنة الهندوستان د ترهګرو په مړانه د مقابلې كولو په مهال د شهادت درناوې ترلاسه كړې ؤ۔











