د ډاكټر عافيه صديقي خوشې كولو له ټولې سفارتي او عدالتي مرستې وړاندې كوو: اسحاق ډار

اسلام آباد۔26جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د ډاكټر عافيه صديقي خوشې كولو له ټولې سفارتي او عدالتي مرستې مو وړاندې كړې دي او بيا به يۍ هم وړاندې كوو ٬ د ډاكټر عافيه صديقي د خوشې كولو په معامله زمونږ دريځ ښكاره دے۔ د خالي په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس خپل يو پوسټ كښې ده ووئيل تېره ورځ …

اسلام آباد۔26جولائی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د ډاكټر عافيه صديقي خوشې كولو له ټولې سفارتي او عدالتي مرستې مو وړاندې كړې دي او بيا به يۍ هم وړاندې كوو ٬ د ډاكټر عافيه صديقي د خوشې كولو په معامله زمونږ دريځ ښكاره دے۔ د خالي په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس خپل يو پوسټ كښې ده ووئيل تېره ورځ په اټلانټک کونسل تھنک ټېنک واشنګټن كښې د عمران خان د كېس په اړه د پوښتنې په ځواب كښې د ډاكټر عافيه صديقي د كېس حوالې سره د پوښتنې ځواب سياق او سباق څخه لرې اخستلې شي٬ د نون ليګ په هر يو حكومت كښې مونږ تل د ډاكټر عافيه صديقي خوشې كولو له ټولې سفارتي او عدالتي مرستې وړاندې كړې دي او بيا به هم دغسې كوو تر څو چې دا معامله حل شوې نه وي۔ سېنېټر اسحاق ډار ووئيل د هر يو هېواد خپل عدالتي او قانوني تګلاره وي د كوم چې بايد احترام وكړے شي كه هغه د پاكستان وي يا د امريكا۔ ده ووئيل د ډاكټر عافيه د خوشې كولو په اړه د پاكستان دريځ بشپړ او ښكاره دے۔

مزید خبریں