اسلام آباد۔26جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې پاكستان به صيهوني ظلم او زياتي سره مخ د بې وزله فلسطيني ورونړو خويندو سفارتي او اخلاقي مرسته دوامداره ساتي٬ پاكستان به د نړۍ په هر يو فورم د خپلو فلسطيني ورونړو خوېندو غږ جوړېدو سره په دوئي د روانو انسانيت سوز ظلمونو په ضد آواز پورته كوي۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري …
پاكستان به صيهوني ظلم او زياتي سره مخ د بې وزله فلسطيني ورونړو خويندو سفارتي او اخلاقي مرسته دوامداره ساتي: وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد۔26جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې پاكستان به صيهوني ظلم او زياتي سره مخ د بې وزله فلسطيني ورونړو خويندو سفارتي او اخلاقي مرسته دوامداره ساتي٬ پاكستان به د نړۍ په هر يو فورم د خپلو فلسطيني ورونړو خوېندو غږ جوړېدو سره په دوئي د روانو انسانيت سوز ظلمونو په ضد آواز پورته كوي۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزیرِ اعظم شهباز شریف او د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمن ترمينځه ټېلېفوني خبرې وشوې۔ دواړه په غزه كښې په روانه وضعه د ژورې اندېښنې څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم د اسرائيل لخوا په غزه كښې فلسطيني وګړو ته د مرستې ترسيل بندولو او ددې په نتيجه كښې د رامخې ته شوي غذائي قلت او په غزه كښې ورځ په ورځ د زياتېدونكو صېهوني ظلم او زياتي غندنه كولو سره وويل پاکستان به غزه ته د مرستې سامان په لېږلو د اسرائيلي بندېز ختمولو او لوږو تندو سره مخ فلسطيني ورونړو خوېندو ته د خوراك څيزونو رسنه بحالولو له په هره كچه سفارتي هڅې روان ساتي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان به صيهوني ظلم او زياتي سره مخ د بې وزله فلسطيني ورونړو خويندو سفارتي او اخلاقي مرسته دوامداره ساتي٬ پاكستان به د نړۍ په هر يو فورم د خپلو فلسطيني ورونړو خوېندو غږ جوړېدو سره په دوئي د روانو انسانيت سوز ظلمونو په ضد آواز پورته كوي۔ وزیراعظم ووئيل چې د پاكستان حكومت په غزه كښې ظلم او زياتي سره مخ اولس ته د سفارتي ذريعو دلارې د مرستې سامان رسولې ٬ الخدمت فاؤنډېشن دې د ګرد هېواد په كچه كمپائن چلولو سره غزه ته د مرستې سامان رسول باوري كړي۔ وزیرِ اعظم د جماعت اسلامي امير او د الخدمت فاؤنډېشن لخوا د غزه ځپليو لپاره د سامان لېږلو اقدام او هڅو ستائنه وكړه۔ د جماعت اسلامي امير ووئيل فلسطینی لارښودو ماسره تماس نيولې او اپيل يۍ كړې چې د پاكستان وزيراعظم دې په غزه كښې جنګ بندۍ او په غزه كښې محصور وګړو لپاره د خوراك سامان رسولو كښې د لارښودنې كردار ترسره كړي۔ فلسطینې اولس په ټوله اسلامي نړۍ كښې پاكستاني مشرتابه سره خپلې هيلې تړلې دي۔ وزیراعظم دې د اسلامي هېوادونو په شمول نړيوالې ورورولۍ سره په خاص توګه رابطه وكړي او ليډنګ كردار دے ترسره كړي۔











