اسلام آباد۔26جولائی (اے پی پی):وزیراعظم شهباز شریف په بهرنیو هېوادونو کښې د مېشته پاکستانيانو ترسيلات زر پاكستان ته د رالېږلو سهولت سكيم جاري كولو پرېكړه كولو سره وئيلي دي چې بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيان زمونږ قيمتي اثاثه دي٬ په بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو سختې خوارۍ سره ترلاسه كړې ترسيلات زر د پاکستان په پرمختګ کښې مهم رول لري كوم ته چې زما په شمول ټول قام د …
په بهر هېوادونو كښې د مبشته پاكستانيانو سختې خوارۍ سره ترلاسه كړې ترسيلات زر د پاکستان په پرمختګ کښې مهم رول لوبوي: وزیرِ اعظم شهباز شریف

مزید خبریں
اسلام آباد۔26جولائی (اے پی پی):وزیراعظم شهباز شریف په بهرنیو هېوادونو کښې د مېشته پاکستانيانو ترسيلات زر پاكستان ته د رالېږلو سهولت سكيم جاري كولو پرېكړه كولو سره وئيلي دي چې بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيان زمونږ قيمتي اثاثه دي٬ په بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو سختې خوارۍ سره ترلاسه كړې ترسيلات زر د پاکستان په پرمختګ کښې مهم رول لري كوم ته چې زما په شمول ټول قام د قدر په سترګه ګوري۔ د خالي په ورځ د وزیر اعظم د میډیا ونګ له خوا خپور شوي بیان له مخې وزيراعظم د خزانې وزارت ته په ترجيحي بنيادونو ورکرز رمیټنس انسنټیو سکیم لپاره په فوري توګه د فنډز جاري كولو هدايت كولو سره ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيان زمونږ قيمتي اثاثه دي٬ په بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيان سختې خوارۍ سره ترلاسه كړې ترسيلات زر د پاکستان په پرمختګ کښې مهم رول لري كوم ته چې زما په شمول ټول قام د قدر په سترګه ګوري۔وزیراعظم زیاته کړه چې مالي کال 2025 كښې بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو د تاريخ تر ټولو زيات 38.3 ارب ډالر رالېږلو سره په 14 كلونو كښې په اولني ځل د كرنټ اكاؤنټ سرپلس هدف ترلاسه كولو كښې مهم رول ترسره كړو۔ د دې ترسیلاتو له لارې نه یوازې د وارداتو زیاتېدونکې بلونه ورکړل شول، بلکې د زر مبادله پنګې زياتولو كښې هم مرسته ترلاسه شوه۔ وزيراعظم ووئيل په بهر هېوادونو كښې د خواري كوؤنكي مېشته پاكستانيانو لخوا د رالېږلې كېدونكو ترسيلات زر په لاره كښې ولاړ خنډان لرې كولې او دا نظام لا آسان جوړولے شي۔











