کوئټه۔26جولائی(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي ویلي دي چې د هندوستان ملاتړي ترهګر او د هغوی همکاران به د خپلو اعمالو سزا سره مخامخ كولې شي٬ د رياست عملداري چېلنج كونكو په ضد به سخته كارروائي كولې شي٬ د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کښې به د بلوچستان حکومت بشپړ ملاتړ روان ساتؤ۔ د كورنيو چارو وزارت له خوا په جاري شوي بيان کې ویل شوي چې …
د رياست عملداري چيلنج كوونكو په ضد به سخته كارروائي كولې شي: محسن نقوی

مزید خبریں
کوئټه۔26جولائی(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي ویلي دي چې د هندوستان ملاتړي ترهګر او د هغوی همکاران به د خپلو اعمالو سزا سره مخامخ كولې شي٬ د رياست عملداري چېلنج كونكو په ضد به سخته كارروائي كولې شي٬ د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کښې به د بلوچستان حکومت بشپړ ملاتړ روان ساتؤ۔ د كورنيو چارو وزارت له خوا په جاري شوي بيان کې ویل شوي چې د وفاقي وزیر محسن نقوي او د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي تر مشرۍ لاندې د امن او امان په اړه ځانګړې غونډه کښې د فتنة الهندوستان په ضد په بېلابېلو سیمو کښې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو بشپړ غور وكړے شو۔ په غونډه کښې انسپکټر جنرل پوليس، د ایف سي نارتھ آی جي، د سي ټي ډي آئي جي، د سپېشل برانچ آئ جي، د لیویز ډي جي او د داخلې او قانون نافذ کوونکو ادارو لوړ پوړو چارواکو ګډون وکړو۔ په دې موقع وزیراعلیٰ سرفراز بګټي د امن او امان د عمومي وضعیت او امنیتي اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ په غونډه کښې په صوبايي اېكشن پلان د عمل درآمد او د دې په لاره د ولاړو خنډانو جاج واغستے شو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزیر محسن نقوي وویل چې د فتنة الهندوستان ترهګرو انجام عبرتناک مرګ دے ٬ د هندوستان ملاتړي ترهګر او د هغوی همکاران به د خپلو اعمالو سزا سره مخامخ كولې شي٬ د رياست عملداري چېلنج كونكو په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کښې به د بلوچستان حکومت بشپړ ملاتړ روان ساتؤ۔ هغه وویل د پاکستان په دښمنانو مېدان تنګ کړے شوے دے۔ د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د غونډې په مهال په خپلو خبرو کې وویل چې وفاقي او صوبايي حکومتونه متفق دي چې دا جګړه د امنیتي ځواکونو نه بلکې د ټول ملت جګړه ده، د ترهګرۍ په تور تورن کسانو په ضد عملیات نور هم ګړندي شوي دي. هغه وویل چې په بلوچستان کښې د امن ټینګولو لپاره د ریاستي ادارو ترمنځ بشپړه همغږي شتون لري، د امنیتي ځواکونو او ولس قربانۍ به بې ځایه نه ځي، او په هره بیه به امن ټینګ کړو۔











