د تخفيف غربت او سماجي تحفظ قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه٬د هېواد د فلاحي نظام د مهمو اړخونو جاج واغستلے شو

اسلام آباد 25 جولائی(اے پی پی)د تخفيف غربت او سماجي تحفظ د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ 11مه غونډه په بارليمنټ هاؤس اسلام آباد كښې وشوه۔د غونډې مشري د كمېټۍ جيئرمېن مير غلام علي تالپور وكړه۔په غونډه كښې د پاكستان د فلاحي نظام د ټولو اړخونو جاج واغستلے شو٬په خاص توګه د بينظيرانكم سپورټ پروګرام(بي آئي اېس پي)نفاذ كښې رامخې ته شوو خنډانو باندې تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔كمېټۍ د بينكارۍ …

اسلام آباد 25 جولائی(اے پی پی)د تخفيف غربت او سماجي تحفظ د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ 11مه غونډه په بارليمنټ هاؤس اسلام آباد كښې وشوه۔د غونډې مشري د كمېټۍ جيئرمېن مير غلام علي تالپور وكړه۔په غونډه كښې د پاكستان د فلاحي نظام د ټولو اړخونو جاج واغستلے شو٬په خاص توګه د بينظيرانكم سپورټ پروګرام(بي آئي اېس پي)نفاذ كښې رامخې ته شوو خنډانو باندې تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔كمېټۍ د بينكارۍ نظام په خاص توګه د كمرشل بانكونو لخوا مستحقو كسانو ته د بانك اكاؤنټس پرانستلو كښې په يره د سختو تحفظاتو څرګندونه وكړه او كمزورو طبقو لپاره په سمدستي اصلاحات كولو يې زور راوړو۔ابتدائي ايجنډې په توګه وزارت پخوانۍ غونډه كښې په كړو هدايات د عملدرآمد رپورټ وړاندې كړو خو د سټيټ بانك آف پاكستان لخوا وركړي ځوابونه ناكافي ګرځولو سره غړو د وزارت څخه غوښتنه وكړه چې هغه دا معامله په سمدستي توګه په اعلٰی كچ پورته كړي۔۔په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ غړو میر غلام علی تالپور، آسیه اسحاق صدیقی، مهتاب اکبر راشدی، ارشد عبداللہ وهرہ، محمد بشیر خان، مصباح الدین، محمد الیاس چوهدری، میر خان محمد جمالی او انیقه مهدی او شاهد عثمان آن لائن ګډون وكړو۔په غونډه كښې د تخفیف غربت و سماجی تحفظ وزارت ، منصوبه بندی وزارت ، پرمختګ او خاص اقدامات اعلٰی چارواكو او د دې ماتحت ادارو بي آئي اېس پي٬پي پي اے ايف او د ټي وي او نمائندګانو هم ګډون وكړو۔

مزید خبریں