اسلام آباد 25 جولائی(اے پی پی)د كشمير او ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او د خېبرپښتونخوا مسلم ليګ(ن)صدر انجينئر امير مقام سره د هغه په دفتر كښې د كاټلنګ پرېس كلب پلاوي ملاقات كړے ۔جاري شوي بيان له مخې د پلاوي مشري د كاټلنګ پرېس كلب صدر محمد ايوب كوله او پلاوي كښې جنرل سيكرټري سعادت علي٬فنانس سيكرټري تقدير حسين٬ډپټي جنرل سيكرټري لال بهادر او نائب صدر اعجاز …
د كشمير وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د كاټلنګ پرېس كلب پلاوي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 25 جولائی(اے پی پی)د كشمير او ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او د خېبرپښتونخوا مسلم ليګ(ن)صدر انجينئر امير مقام سره د هغه په دفتر كښې د كاټلنګ پرېس كلب پلاوي ملاقات كړے ۔جاري شوي بيان له مخې د پلاوي مشري د كاټلنګ پرېس كلب صدر محمد ايوب كوله او پلاوي كښې جنرل سيكرټري سعادت علي٬فنانس سيكرټري تقدير حسين٬ډپټي جنرل سيكرټري لال بهادر او نائب صدر اعجاز الله شامل وو۔په دې موقع د مسلم ليګ(ن)يوته ميډيا ډلې مركزي صدر خادم علي خان يوسفزئي هم موجود ؤ ۔انجينئر امير مقام د كاټلنګ سره تعلق لرونكو خبريالانو كردار ستائېلو سره ووئېل صحافت د رياست څلورم ستن ده او د دې آزادۍ او مضبوطيا د يوې پرمختللې ټولنې ضمانت دے۔ده د كاټلنګ پرېس كلب لپاره د وفاقي حكومت لخوا د پنځه لكه روپو ګرانټ وركړو۔انجينئر امير مقام پلاوي ته باور وركړو چې كاټلنګ تحصيل كښې د پاسپورټ آفس جوړولو لپاره باقاعده اقدامات كولې شي دغسې چې ځايې اولس ته بنيادي آسانۍ د هغوي په چوكاټ دننه وركړې شي۔











