اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب په مشرۍ كښې د كابينه اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) غونډه د جمعې په ورځ شوې چې پكښې د صنعتي پرمختګ، ماحولياتي پاليسۍ، د هنر مندۍ ودې، هاٶسنګ فنانس او د ټيلي کميونيکيشن څانګو په اړه په مهمو اېجنډا پوائنټس غور وشو۔ په غونډه كښې وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري، علي پروېز ملك، جام …
د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب په مشرۍ كښې د اي سي سي غونډه٬

مزید خبریں
اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب په مشرۍ كښې د كابينه اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) غونډه د جمعې په ورځ شوې چې پكښې د صنعتي پرمختګ، ماحولياتي پاليسۍ، د هنر مندۍ ودې، هاٶسنګ فنانس او د ټيلي کميونيکيشن څانګو په اړه په مهمو اېجنډا پوائنټس غور وشو۔ په غونډه كښې وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري، علي پروېز ملك، جام کمال خان او د اړوندو وزارتونو، ډويژنونو، څانګو او اتھارټيز سينئر چارواكو ګډون وكړو ۔ اي سي سي د تجارت وزارت لخوا د وړاندې كړې شوي رپورټ توثيق وكړو چې پكښې د سټيل سيکټر صنعتي مسابقت او برآمدي ترقۍ لپاره د نيشنل ټيرف پاليسي 2025–30 له مخې پېداواري لاګت كښې كمے او په برآمدي صلاحيت كښې د بهترۍ سفارشات شامل وو۔ کمېټۍ د لاهور هائي کورټ د پرېكړې په ضد په سپريم کورټ كښې د اپيل دائر كولو د تجارت وزارت د درخواست هم منظوري وركړه كوم چې د مېسرز غني ګلاس لميټډ ته ګيس/آر اېل اېن جي د رعايتي بيعې په اړه ٶ۔ اي سي سي ووئيل پنځه برامدي څانګو لپاره په توان وركړې شوي رعايتونه د وړاندې نه ختم كړې شوي ځكه د دې اپيل هېڅ قانوني بنياد نه جوړېږي۔ په دې موقع د ماحولياتي تحفظ ٬ هنر مندې ودې٬ د كم لګښت هاٶسنګ فنانس لپاره مارك اپ سبسډي او رسک شيئرنګ سکيم منظورۍ سره سره ٬ د ټيلي کميونيکيشن څانګې د ريډيو بيسډ سروسز (آر بي اېس) په فيسونو كښې د ردوبدل منظوري هم وركړې شوه ۔ د دې نه علاوه كمېټۍ د آئي اېم ټي سپيکټرم ريليز نګرانۍ لپاره مشاورتي كمېټۍ لپاره د نوي تشكيل هم توثيق وكړو كومه چې پاکستان كښې د جديد موبائل براډ بينډ خدمات ودې لپاره ډېره مهمه ده٬ اي سي سي د سمندري چارو وزارت په سفارش شپ بريکنګ او ري سائيکلنګ د يو تسليم شوي صنعت ګرځولو منظوري وركړه خو كمېټۍ وزارت ته امر وكړو چې پاور ډويژن سره په دې څانګه كښې د بجلۍ د استعمال ډېټا شيئر كړې دغسې چې د صنعتي بيعې نافذ كولو په صورت د ممكن اثرات په سم ډول اندازه ولګولې شي۔











